د افغانستان د جګړې کمېسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه بنسټ ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی. دغه کمېسیون وايي، د افغانستان د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې په اړه وروستی راپور به د ۱۴۰۶ کال د وږي په میاشت کې خپور شي. د کمېسیون په وینا، د ماموریت دغه تمدید به د هغو ارزونو او څېړنو د بشپړولو لپاره لا ډېر وخت برابر کړي چې تر اوسه نه دي بشپړې شوي.
کمېسیون ویلي، د ماموریت تمدید به ورته اړین وخت ورکړي څو په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې په اړه یوه هر اړخیزه، خپلواکه او دقیقه ارزونه ترسره کړي. د کمېسیون په وینا، د دې تمدید موخه د ارزونې د بهیر بشپړول او د جګړې د څرنګوالي او پایلو په اړه د مستندو معلوماتو وړاندې کول دي.
د افغانستان د جګړې کمېسیون زیاته کړې چې د ماموریت تمدید به د دې ادارې غړو ته دا زمینه برابره کړي چې د ارزونې بهیر په لا ډېر دقت او ژورتیا سره تعقیب کړي. دغه بنسټ وايي، پاتې مهمې څېړنې به بشپړې شي او وروستی راپور به د موندنو، باوري شواهدو او سنجول شویو سپارښتنو پر بنسټ چمتو او وړاندې شي.
د افغانستان د جګړې کمېسیون مشرانو شمیلا چوهدري او کولین جکسن د پنجشنبې په ورځ، د سنبلې په پنځمه، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د امریکا د استازو مجلس او سنا کې د دواړو ګوندونو، دیموکراټانو او جمهوريپالو، غړو د دغه کمېسیون د ماموریت له تمدید سره موافقه کړې ده.
د کمېسیون مشرانو ویلي، د دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ د دې لپاره ډېر مهم دی چې ډاډ ترلاسه شي، هغه ماموریت چې کانګرس دغه بنسټ ته سپارلی، په بشپړ ډول ترسره شي. هغوی ټینګار کړی چې د فعالیت د مودې تمدید به د اړینو ارزونو د بشپړولو او د وروستي راپور د چمتو کولو لپاره لا ډېر فرصت برابر کړي.
د افغانستان د جګړې د کمېسیون مشرانو زیاته کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به له کانګرس او د امریکا له حکومت سره همکاري وکړي، څو د جګړې ارزونه بشپړه شي. هغوی ویلي، د دې بهیر موخه دا ده چې د امریکا راتلونکو مشرانو ته زمینه برابره شي څو د افغانستان له جګړې څخه ترلاسه شوو درسونو او موندنو څخه ګټه واخلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








