د امریکا د شیکاګو ښار کې مېشتو افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره عملي، سیاسي، حقوقي او دیپلوماټیک ګامونه واخلي.
دغه غونډه چې د شیکاګو ښار کې ترسره شوې، ګډونوالو په یوه پرېکړهلیک کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک ځپنه» روانه ده او دې وضعیت ژوره نړیواله اندېښنه رامنځته کړې ده.
معترضانو ټینګار کړی چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه تصادفي اقدامات نه دي، بلکې د یوې منظمې او هدفمندې پالیسۍ برخه ده چې هدف یې ښځې له زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند څخه لرې کول دي. د دوی په باور، دا کړنې د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه جوړوي او د ملګرو ملتونو د منشور او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
په پرېکړهلیک کې له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د نړیوالې جزايي محکمې غوښتنه شوې چې د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو د ثبت، څېړنې او مستندسازۍ لپاره یو خپلواک نړیوال میکانېزم جوړ کړي.
همداراز غوښتنه شوې چې د دغو سرغړونو عاملان او مسوولین وڅېړل شي، عدلي تعقیب یې وشي او د نړیوالو قوانینو له مخې حسابورکولو ته راکش کړل شي.
ګډونوالو له حکومتونو او نړیوالو ادارو غوښتي چې له داسې سیاستونو او تعاملاتو ډډه وکړي چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د عادي کېدو یا مشروعیت سبب ګرځي. دوی ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون حقونه باید تضمین شي او مدني فعالان دې له جدي ملاتړ څخه برخمن شي.
دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان له بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول هرات کې، د حجاب د نه رعایت په تور د ښځو د نیولو او د مدني فعالانو د ځپلو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








