پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته جرمني ته تللیو شاوخوا ۴۰ زره افغانانو څخه یوازې ۲۲۲ تنه د جرمني د دولتي مالي مرستو په مټ بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د جرمني حکومت ویلي، دغه ستنېدنې د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې پورې ترسره شوې دي.
د جرمني حکومت دغه معلومات د پارلمان د کیڼ ګوند «ډي لېنکه» د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي. د معلوماتو له مخې، د ستنېدونکو ډېری کسان نارینه دي، خو په ځینو مواردو کې ښځې او کمعمره ماشومان هم شامل دي. همداراز اته نورو کسانو ته درېیم هېواد ته د تګ لپاره مالي مرسته ورکړل شوې ده.
په ورته موده کې ۱۳۸ افغانان له جرمني څخه افغانستان ته شړل شوي دي. ویل شوي چې دغه ټول کسان نارینه وو او د جرمونو په تور محکوم شوي وو.
د جرمني فدرالي او ایالتي حکومتونو له ۲۰۲۵ کال راهیسې افغانستان ته د «اختیاري ستنېدو» ګډ پروګرام بېرته فعال کړی دی. یوازې له هماغه وخته تر اوسه ۸۸ ستنېدنې د همدې پروګرام له لارې تمویل شوې دي.
د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې «بامف» د معلوماتو له مخې، تر فبروري میاشتې پورې شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستې ده. په دې مرستو کې د سفر لګښتونه، د ژوند د بیا پیل مالي ملاتړ او ځینې طبي لګښتونه شامل دي.
خو د «ډي لېنکه» ګوند د کډوالۍ چارو سیاستوالې کلارا بیونګر پر دغو پروګرامونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «اختیاري ستنېدنه» ډېری وخت د فشار له امله ترسره کېږي.
هغې ویلي، هغه مالي مرستې چې ستنېدونکو ته ورکول کېږي، په داسې هېواد کې د باثباته ژوند لپاره بسنه نه کوي چې اقتصاد یې له سخت بحران سره مخ دی او میلیونونه خلک پکې د لوږې له خطر سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








