د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روانې سې شنبې په ورځ چین ته په رسمي سفر لاړ شي.
دغه وزارت شنبې، د غویي ۲۶مه ویلي چې دا دوه ورځنی سفر د چین ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پوتین او شي جین پینګ به د دوه اړخیزو اړیکو، د پراخ ستراتیژیکې همکارۍ د ژورتیا لارو چارو او د روسیې او چین د ستراتیژیکې همکارۍ په اړه خبرې او بحث وکړي او همدارنګه د سیمې د مهمو مسایلو په اړه تبادل نظر وکړي.
دغه وزارت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشران به د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کلونو لپاره د روسیې او چین د ښوونیز کال په رسمي پرانستلو مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خبرو اترو له پای وروسته به یوه ګډه اعلامیه په لوړه کچه خپره کړي او ځینې دوه اړخیز دولتي اسناد به هم لاسلیک کړي.
دغه سفر د هغه څه شاوخوا یوه اونۍ وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته سفر کړی و او د شي جین پینګ سره یې لیدلي او خبرې یې کړې وې.
ټرمپ د چین له ولسمشر سره د اقتصادي اړیکو، تایوان او د ایران د جګړې په اړه خبرې وکړې.
لیکواله:سلیمه آریايي








