د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود،هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ اختلافات شته. هغه وویل چې دا جریانونه د ګډو ارزښتونو، اصولو او موخو پر محور له یو بل سره همغږي دي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې که ازادې او رڼې ټاکنې ترسره شي، طالبان به د هغو سیاسي څېرو پر وړاندې چې ولسي ملاتړ لري، د سیالۍ توان ونه لري.
مسعود د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۰مه، د پخواني جهادي قوماندان سیدحسین انوري د مړینې د لسم تلین په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې وویل چې هغه روایتونه چې د طالبانو مخالف جریانونه ویشل شوي او له اختلاف سره مخ ښيي، له واقعیت سره سمون نه لري. د هغه په وینا، دا ډول روایتونه د دې لپاره خپرېږي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ ناهیلي رامنځته کړي.
د ملي مقاومت جبهې مشر له طالبانو مخالفو جریانونو وغوښتل چې د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي«د تفرقې اچونې روایتونه» وبلل، هوښیار واوسي. هغه زیاته کړه چې دا جریانونه پر ځینو اصولو لکه د ولس د رایې پر بنسټ د نظام جوړول، د قانون حاکمیت او سیاسي مشارکت سره هوکړې ته رسېدلي دي، او همدا اصول د دوی د ګډو همکاریو بنسټ جوړوي.
مسعود همداراز د طالبانو هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته چې ګواکي دوی ولسي ملاتړ لري. هغه وویل، که ازادې او رڼې ټاکنې ترسره شي، طالبان به له مخکښو او پېژندل شویو سیاسي څېرو سره په سیالۍ کې بریالي نه شي. نوموړي په دې اړه د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یادونه وکړه او ویې ویل: «ایا دا امکان لري چې مارشال دوستم د رایو یو صندوق کېږدي او یو طالب ترې مخکې شي؟ دا ناشونې ده.»
د ملي مقاومت جبهې مشر ټینګار وکړ چې د طالبانو بدیل یو ځانګړی شخص یا یوه ځانګړې ډله نه ده، بلکې یو ملي او قانوني بهیر دی چې د انتقالي حکومت د جوړېدو، د اساسي قانون د تدوین، د لویې جرګې د جوړولو او د ازادو ټاکنو له لارې د داسې حکومت د رامنځته کېدو زمینه برابروي چې مشروعیت ولري او د خلکو پر اراده ولاړ وي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې بېرته واک ته ورسېدل، تر اوسه هېڅ ټاکنې نه دي ترسره کړي او خپل حکومت یې د ولسي رایو له لارې نه دی ازمویلی. په دې موده کې د طالبانو مخالفو جریانونو څو ځله د یوه سیاسي بدیل د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی، خو تر اوسه دا هڅې د یوه پراخ او ټولشموله ائتلاف یا د واک د بدلون لپاره د عملي طرحې په وړاندې کولو نه دي بریالۍ شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








