TOOSnews
اعلان
احمد ضيا سراج: د طالبانو هوايي ځواک د له منځه تلو په حال كې دى.
افغانستانټوس نیوز

احمد ضيا سراج: د طالبانو هوايي ځواک د له منځه تلو په حال كې دى.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمدضیا سراج وایي، د طالبانو هوايي ځواک د تخنیکي ستونزو او د الوتکو د اساسي ترمیم لپاره د مالي او تخنیکي امکاناتو د نشتوالي له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

سراج ویلي، د چورلکو د ساتنې لپاره عادي ترمیمات بسنه نه کوي او هره چورلکه باید د ټاکلو الوتنې ساعتونو له بشپړېدو وروسته په اساسي ډول ترمیم شي. د هغه په وینا، په نړیوال بازار کې د یوې الوتکې د بنسټیز ترمیم لګښت شاوخوا درې نیم میلیونه ډالره کېږي، چې طالبان یې د برابرولو توان نه لري.

هغه خبرداری ورکړی چې د اړینو ترمیماتو نه ترسره کېدل ښايي د چورلکو د تخنیکي ستونزو او احتمالي سقوطونو لامل شي.

سراج زیاته کړې، د مخالفو ډلو د فعالیتونو له زیاتېدو سره به طالبان د لېږد رالېږد او پوځي عملیاتو لپاره پر پاتې چورلکو لا ډېره تکیه وکړي، چې ورسره به پر هوايي او درنو پوځي تجهیزاتو فشار هم زیات شي.

د هغه په وینا، له تېر حکومت څخه پاتې ډېری چورلکې او الوتکې د بشپړ عملیاتي حالت ته د ستنېدو لپاره بنسټیزو ترمیماتو ته اړتیا لري، خو د بودجې او تخنیکي سرچینو کمښت د دغو تجهیزاتو د زړښت او ساتنې ستونزې زیاتې کړي دي.

سراج روسیې سره د طالبانو وروستي پوځي هوکړه‌لیک ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبان تمه لري روسیه به د دوی وسلې او هوايي ځواک بېرته ورغوي. د هغه په وینا، د ځینو معلوماتو له مخې روسي لوري د پیسو په بدل کې د چورلکو ترمیم ته چمتووالی ښودلی دی.

د ملي امنیت پخواني رییس همداراز ویلي، د طالبانو د پوځي تجهیزاتو ستونزې یوازې هوايي برخې ته محدودې نه دي. د هغه په وینا، له تېر حکومت څخه پاتې د سپکو وسلو یوه برخه یا له زېرمو لوټ شوې، یا په تور بازار کې پلورل شوې او یا هم له افغانستان څخه قاچاق شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.