د سوریې دولتي ټلوېزیون اعلان کړی چې د دې هېواد مشهوره اداکاره روزینا لاذقاني د سوریې د ولسمشر احمد الشرع په حکم د پارلمان د نوې غړې په توګه ټاکل شوې ده. د سوریې د ټاکنو د چارواکو په وینا، دغه ګومارنې د پارلمان په جوړښت کې د جنسیتي او قومي برابرۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.
د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، احمد الشرع په جلا جلا فرمانونو سره د انتقالي دورې لپاره د نوي پارلمان وروستي اویا غړي هم ټاکلي دي. دغه اقدام د پارلمان د لومړۍ غونډې لپاره لاره هواره کړې، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ ترسره شي.
له دغو ګومارنو سره د سوریې د ۲۱۰ کسیز پارلمان وروستی جوړښت بشپړ شو. تر دې وړاندې د پارلمان دوه پر درېیمه برخه څوکۍ د سیمهییزو ټاکنو له لارې ټاکل شوې وې، او پاتې یو پر درېیمه برخه د ولسمشر د قانوني واک له مخې په مستقیم ډول بشپړه شوه.
د نوو اویا ټاکل شویو غړو په منځ کې پنځلس ښځې او د بشار اسد د واکمنۍ د دورې دیارلس پخواني سیاسي بندیان هم شامل دي. د سوریې چارواکي وایي چې دا جوړښت د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د پراخ ګډون د تأمینولو په موخه برابر شوی دی.
د سوریې د ټاکنو د عالي کمېټې مشر محمد طه احمد ویلي چې د نویو غړو نوملړ د «تجربې او سرښندنې» ګډ انځور وړاندې کوي او د سوریې د څوارلسو ولایتونو د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو او سیمهییزو مشرانو استازي پکې شامل دي.
سره له دې چې د پارلمان جوړښت بشپړ شوی، د هغه د جوړېدو بهیر له ځینو ستونزو سره هم مخامخ دی. په السویداء ولایت کې د تېر کال د فرقهییزو نښتو له امله ټاکنې لا هم نه دي ترسره شوي، او د سوریې په ځینو شمالي سیمو کې هم ټاکنې له ځنډ سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې، له شلو څخه زیاتو کردي ګوندونو او څوارلسو سوري مدني ډلو د پارلمان د جوړېدو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. دغو ګوندونو او ډلو ویلي چې د ولسمشر له خوا د پارلمان د یو پر درېیمه برخه غړو مستقیمه ټاکنه د پارلمان خپلواکي کمزورې کوي او پر دې بنسټ د اجرائیه قوې نفوذ زیاتوي.
له بلې خوا، په سوریه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال کلادیو کوردونه د دغه هېواد انتقالي پړاو حساس بللی او ویلي یې دي چې د پارلمان د کار پیل، د نویو قوانینو د تصویب او د ټولنې د ټولو قشرونو د غږ د اورېدو لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








