TOOSnews
اعلان
علي ميثم نظري: اروپايي پارلمان د طالبانو پر ضد اخلاقي دريځ خپل كړى.
افغانستانټوس نیوز

علي ميثم نظري: اروپايي پارلمان د طالبانو پر ضد اخلاقي دريځ خپل كړى.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویاند علي میثم نظري د اروپایي پارلمان له وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت هڅو پر ضد یو واضح او اخلاقي پیغام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه.

نظري د اروپایي پارلمان د مرستیالې او د غړو له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «ترهګریزې ډلې د عادي کولو» پر ضد د هغوی دریځ «اصولي او زړور» دی.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي پارلمان وروستی پرېکړه‌لیک، چې پکې د طالبانو سیسټماټیک ظلم، ترهګري او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تعقیب غندل شوی، نړیوالې ټولنې ته یو «مهم او اخلاقي واضح پیغام» لېږي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې ځینې لوري هڅه کوي د عملي تعامل تر نوم لاندې د طالبانو د رژیم د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي، اروپایي پارلمان څرګنده کړې چې نړیوال ارزښتونه او بنسټیز بشري حقونه باید د سیاسي مصلحت قرباني نه شي.

نظري ټینګار کړی چې له طالبانو سره هغه ډول تعامل چې له محدودو تخنیکي اړتیاوو پورته وي، د ده په خبره کولی شي «بشري ضد جرمونو، جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د مدني او ډیموکراټیکو بنسټونو د له منځه وړونکي ډلې» ته مشروعیت ورکړي.

هغه د اروپایي پارلمان له لوري د افغانستان د ډیموکراټیک اپوزیسیون او د افغان ولس د ملاتړ هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د چوپتیا او بې‌پروايۍ له امله د افراطیت او استبداد په لاس کې یوازې پرېنښودل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.