TOOSnews
اعلان
عليزی: د كابل له سقوط مخكې د پلازمينې د دفاع لپاره هېڅ چمتو پلان نه و.
افغانستانټوس نیوز

عليزی: د كابل له سقوط مخكې د پلازمينې د دفاع لپاره هېڅ چمتو پلان نه و.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ وروستی لوی درستیز، جنرال هیبت‌الله علیزی وايي، د کابل له سقوط مخکې د دفاع وزارت د پلازمېنې د دفاع لپاره هېڅ چمتو شوی پلان نه درلود.

علیزي د یکشنبې په ورځ له امریکايي ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو ورځو کې دی د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه او نوموړي یوازې څلور ورځې وروسته ترې وغوښتل چې د کابل د دفاع لپاره یو پلان جوړ کړي.

هغه وویل، تمه یې لرله چې د دفاع وزارت به له مخکې د کابل د امنیت او دفاع لپاره مشخص پلان ولري، خو په دې برخه کې د چمتووالي نشتون ورته د حیرانتیا وړ و. د هغه په وینا، طالبانو هغه مهال په چټکۍ پرمختګ کاوه او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه کابل ته ننوتل.

علیزي زیاته کړه چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په نیمایي کې یې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره یو پلان هم جوړ کړی و، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ډېر ورو و او د پلان د عملي کېدو لپاره کافي وخت نه و.

د پخواني پوځ لوی درستیز وايي، د اشرف غني او د حکومت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له تېښتې وروسته هم ده فکر کاوه چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت امکان شته.

هغه وویل، اه هېواد څخه د ولسمشر د وتلو پر خبر یې یوازې موسکا وکړه او باور یې درلود چې اوس به د پوځي حکومت د اعلان او د مقاومت د دوام زمینه برابره شي، ځکه د ده په وینا، د افغانستان د پوځ ځواکونه لا هم د کابل، هلمند او ځینو نورو ولایتونو په شاوخوا کې موجود وو.

علیزي ټینګار کړی چې د ولسمشر تېښته د هغه لپاره د پوځي مقاومت د پای معنا نه لرله او لا یې هم د جګړې د دوام امکان شته باله.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.