د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې د نړۍ د اعدامونو په اړه ویلي چې طالبانو په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې شپږ کسان اعدام کړي دي.
دې سازمان خپل کلنی راپور د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره دوشنبې،د غویي ۲۸ مه خپور کړ.
د بښنې نړیوال سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۲۵ کال اعدامونه په نږدې نیمه پېړۍ کې بېساري بلل شوي دي.
راپور ښيي چې په ټولیز ډول ۲ زره او ۷۰۷ کسان په ۱۷ هېوادونو کې په رسمي او علني ډول اعدام شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي چې چین«زرګونه» کسان اعدام کړي، خو ځکه چې اعدامونه هلته په رسمي او علني ډول نه اعلانېږي، دقیق شمېر یې نه شي معلومېدای.
د دې ادارې د شمېرو له مخې،ایران تر ټولو ډېر رسمي او علني اعدامونه ترسره کړي چې شمېر یې په ۲۰۲۵ کال کې ۲ زره او ۱۵۹ ته رسېږي.
له ایران وروسته،سعودي عربستان۳۵۶ کسان،یمن ۵۱ کسان،متحده ایالتو ۴۷ کسان،مصر ۲۳ کسان او سنګاپور ۱۷ کسان اعدام کړي دي.
په افغانستان کې،طالبانو شپږ کسان اعدام کړي دي.
تر ټولو کم ثبت شوي اعدامونه په جاپان او تایوان کې شوي، چې دواړو هېوادونو له شاوخوا دوو لسیزو وروسته یو-یو اعدام ترسره کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وایي چې ۲۵ نورو هېوادونو د اعدام حکمونه صادر کړي، خو عملي کړي یې نه دي.
طالبان، سره له دې چې د خلکو، بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ دي، بیا یې هم د اعدامونو عملي کولو ته دوام ورکړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د اعدامونو یو له ډېر وېرونکو اړخونو څخه دا دی چې اعدامونه په علني ډول د ډزو په وسیله ترسره کېږي. معمولاً څو ورځې مخکې د خبرتیاوو له لارې خلک د اعدام نندارې ته وربلل کېږي، او آن د دې ډلې لوړ پوړي چارواکي د وزیر تر کچې هم پکې ګډون کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








