د افغانستان د جمهوري نظام لومړي مرستیال، امرالله صالح، ادعا کړې چې له طالبانو سره د سولې په نوم روان بهیر په اصل کې د جمهوري نظام د کمزوري کولو او نسکورولو لپاره طرحه شوی و.
صالح په یوه تازه بیان کې ویلي، له ۲۰۱۸ کال وروسته د امریکا او لویدیځو هېوادونو د ویزو او انتقال ژمنو، د دوحې پروسې او پراخو تبلیغاتو داسې فضا رامنځته کړه چې د جمهوریت دننه یې د سیاسي جوړجاړي په اړه باورونه بدل کړل.
نوموړي ویلي: «د سولې پروسه د رژیم د بدلون لپاره یو جعلي نوم و.»
صالح ادعا کوي چې په دې بهیر کې دی او ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړاندې د خنډونو په توګه معرفي شول، څو دا تصور رامنځته شي چې له طالبانو سره د جوړجاړي بیه باید د جمهوریت د مشرانو په قربانۍ ورکړل شي.
هغه پر ځینو رسنیو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د جمهوریت پر ضد یې تبلیغات کول او د طالبانو د بریدونو او ښاري ترورونو مسوولیت یې کم رنګ ښود.
صالح همداراز ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو ته ۱۷ میلیارده ډالره نړیوالې مرستې ورکړل شوي دي او که د دغو پیسو یوه برخه د طالبانو پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره لګول شوې وای، د ده په باور، د جمهوریت سقوط او له افغانستانه د خلکو وتل به نه رامنځته کېدل.
نوموړي ویلي، د جمهوریت د سقوط د فساد له امله د رامنځته کېدو روایت وروسته د دې پروسې د توجیه لپاره وړاندې شو. د صالح په وینا، د نظام د اصلاح او واک د وېش امکان موجود و، خو اصلي هدف د نظام اصلاح نه، بلکې «طالبانو ته د افغانستان سپارل» وو.
صالح زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د دې بهیر د نورو اړخونو او د افغانستان طالبانو ته د سپارلو د ادعا شوي اصلي هدف په اړه نور جزییات وړاندې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








