د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال، امرالله صالح، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي چې افغانستان لا هم د دغه هېواد د خلکو او نړیوالې ټولنې له نظره یوه «ناحل شوې مسئله» پاتې ده او اوسنی وضعیت یې د یوه عادي دولت ـ ملت په توګه نه شي ګڼل کېدای.
صالح د شنبې په ورځ، د زمري ۲۴مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه بیان کې لیکلي چې افغانستان لا هم د خلکو او نړیوالې ټولنې په نظر یوه «ناحل شوې قضیه» ده. هغه زیاته کړې چې د طالبانو د تبلیغاتو پر خلاف، په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې حاکمه فضا د جشن او خوښۍ فضا نه ده او خلک د کلیزې د مراسمو د لمانځلو لپاره لازم احساس نه لري.
د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې مراسمو ته په اشارې ویلي چې په کابل کې، له طالبانو پرته، د خلکو یوه لویه برخه په اوسني وضعیت کې د دې پېښې د لمانځلو لپاره لازم احساس او زمینه نه لري. هغه په پلازمېنه کې حاکم وضعیت تر ډېره د ویر او ماتم له فضا سره تشبیه کړی دی.
صالح لیکلي دي: «فضا د ویر او ماتم ده، نه د جشن.» هغه زیاته کړې چې که خلک د جمهوري نظام د پای په ویر کې نه وي، نو د هغه څه په ویر کې دي چې ده هغه «ملي ضایعه» بللې ده. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د خپل بیا واک ته رسېدو پنځمه کلیزه د رسمي پروګرامونو او مراسمو په جوړولو سره لمانځلې ده.
صالح همداراز ادعا کړې چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۵۰ میلیارده افغانۍ د عامه ګټو او پراختیايي پروګرامونو لپاره لګولي، خو د ده په وینا، د دې ډلې د ځپونکو سیاستونو اړوند لګښتونه لږ تر لږه ۲۰ برابره له دې شمېرې زیات دي. هغه د دې ادعا لپاره مشخص جزئیات یا اسناد نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال له طالبانو غوښتي چې خپله بودجه او لګښتونه په شفاف ډول خپاره کړي. هغه ادعا کړې چې د دغو معلوماتو په خپرېدو سره به خلک وویني چې د طالبانو اصلي لومړیتوب د «ځپونکي دستگاه او د ملیشو د معیشت» پیاوړتیا وه، نه د خلکو د هوساینې او د افغانستان د پراختیا تأمین.
صالح د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې طالبان د یوې «معاملې» په پایله کې بېرته واک ته رسېدلي دي. هغه له طالبانو غوښتي چې که دا ادعا ردوي، نو د دوحې د تړون د پټو ضمیمو جزئیات دې خپاره کړي؛ خو په دې بیان کې د دې ادعا لپاره نور اسناد یا جزئیات نه دي وړاندې شوي.
هغه په پای کې د طالبانو اوسنی جوړښت «ضد ملي» بللی او اټکل یې کړی چې دغه جوړښت به په پای کې له منځه ولاړ شي. صالح لیکلي دي: «د طالبانو تر نسکورېدو یوازې وخت پاتې دی، نه د که او خو خبره.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې له طالبانو څخه د پنځو کلونو واکمنۍ وروسته د افغانستان وضعیت تر هغه څه ښه بللی و چې په ۲۰۲۱ کال کې ډېرو کسانو یې اټکل کاوه. د افغانستان د وضعیت په اړه د پخوانیو چارواکو بېلابېل لیدلوري د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ د پایلو او د دغه هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د نظرونو اختلاف څرګندوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








