TOOSnews
اعلان
یوه افغانه ښځه په کاناډا کې وژل شوې؛ پولیسو یې تنکی زوی نیولی دی.
نړۍټوس نیوز

یوه افغانه ښځه په کاناډا کې وژل شوې؛ پولیسو یې تنکی زوی نیولی دی.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د یاسمین عطايي په نوم یوه افغانه ښځه، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوې وه، د کبک ایالت په شربروک ښار کې مړه شوې ده. د کاناډا پولیسو د هغې ۱۸ کلن زوی د وژنې په شک نیولی او د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

کاناډايي رسنیو د سیمه‌ییزو پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه ۴۱ کلنه ښځه د پنجشنبې په ماښام، د چنګاښ په ۱۸مه، شاوخوا د شپې ۹ بجې د یوه تېره شي، چې ښايي چاړه وي، پرې برید شوی و. هغه روغتون ته له لېږدولو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ، چې ښايي د وژل شوې ښځې لور وي، هم د لاس له ناحیې ټپي شوې ده. پولیس دغه قضیه د «کورني تاوتریخوالي» په توګه څېړي.

پولیسو ویلي چې د دې پېښې شکمن کس د همدې کورنۍ ۱۸ کلن زوی دی، چې د پېښې په ځای کې نیول شوی دی. نوموړی د خپلې مور د وژنې او خپلې خور د ټپي کولو په تور تورن شوی او ټاکل شوې چې د هغه د تورونو په اړه لومړنۍ محکمه د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، ترسره شي.

د پولیسو په وینا، مامورین هغه مهال د پېښې ځای ته ورسېدل چې ګاونډیانو د کورنۍ د شخړې په اړه خبر ورکړ. خو تر اوسه پولیسو چارواکو د قرباني او شکمن کس هویت په رسمي ډول نه دی اعلان کړی.

کاناډايي رسنیو د کورنۍ ته نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې قرباني یاسمین عطايي او د قضیې شکمن کس یې زوی رامش عطايي دی. همدارنګه راپور ورکړل شوی چې دې کورنۍ په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بدلونونو وروسته کاناډا ته کډه کړې وه.

د دې وژنې لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او پولیس لا هم د پېښې جزیات څېړي. مسؤلو چارواکو تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه څرګندونې نه دي کړي.

په همدې حال کې، د شربروک یو شمېر افغان کډوالو په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې په اړه یوه کیسه خپره کړې ده. د دې روایت له مخې، د کور زوی د ویډیو لوبې په کولو بوخت و، مور یې د ډوډۍ خوړلو لپاره راوغوښت، خو کله چې هغه پام ونه کړ، مور یې د کور وای‌فای بند کړ. ویل کېږي چې له دې وروسته شخړه رامنځته شوه او برید وشو. خو کاناډايي پولیسو دا روایت نه دی تایید کړی او نه یې د رسمي تحقیقاتو برخه بللې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.