TOOSnews
اعلان
يوه هندي وګړي نږدې د نړۍ هر هېواد ته سفر كړى او نړيوال ريكارډ يې خپل كړ.
نړۍټوس نیوز

يوه هندي وګړي نږدې د نړۍ هر هېواد ته سفر كړى او نړيوال ريكارډ يې خپل كړ.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه هندي وګړي د نړۍ د سفر په برخه کې د پام وړ نړیوال ریکارډ جوړ کړی او په شپږ نيمو کلونو کې یې د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو او ګڼو نیمه خپلواکو سیمو ته سفرونه ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې، نوموړي په دې موده کې د نړۍ ۱۹۴ خپلواک هېوادونه او د ګرین‌لېنډ او هانګ کانګ په څېر نیمه خپلواکې سیمې هم لیدلې دي.

هغه د خپلو سفرونو پر مهال ټولټال ۲۴۵ هېوادونو او سیمو ته تللی او د دغو سفرونو لپاره یې شپږ بېلابېل پاسپورټونه کارولي، چې د ټولو پاسپورټونو پاڼې د ویزو او د ننوتلو او وتلو ټاپو څخه په بشپړه توګه ډکې شوي دي.

دغه اوږدمهاله سفر د نړۍ د ګرځندویانو په منځ کې یو کم‌ساری ریکارډ بلل کېږي او د نړیوالو رسنیو پام یې هم ځان ته اړولی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.