TOOSnews
اعلان
یو عراقي چې د ایران له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ټرمپ د لور د ترور هڅه یې کړې وه.
نړۍټوس نیوز

یو عراقي چې د ایران له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ټرمپ د لور د ترور هڅه یې کړې وه.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې یو عراقي تبعه، چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري او د حزب‌الله د ډلې غړی دی، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ د وژلو په پلان تورن شوی دی. د راپور له مخې، دغه شکمن کس د فلوریډا ایالټ کې د ایوانکا ټرمپ او د هغې د مېړه جرد کوشنر د استوګنې سیمې نقشه له ځان سره لرله.

د خپاره شوي راپور له مخې، دغه ۳۲ کلن کس محمد باقر سعد داود السعدي نومېږي او د غویي په ۲۵مه، چې د مې له ۱۵مې سره سمون خوري، په ترکیه کې نیول شوی دی. هغه له نیول کېدو وروسته امریکا ته سپارل شوی دی. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې السعدي په اروپا او امریکا کې د شاوخوا ۱۸ ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو او پلان جوړولو تورن دی.

په واشنګټن کې د عراق سفارت پخواني پوځي مرستیال انتفاض قنبر، نیویارک پوسټ ته ویلي چې د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، السعدي څو ځله د غچ اخیستو خبرې کړې وې. د هغه په وینا، السعدي ویلي وو چې ایوانکا ټرمپ باید ووژل شي څو، د هغه په خبره، «د ټرمپ کور هماغسې وسوځي لکه زموږ کور چې وسوځېد.»

باخبره سرچینو همدارنګه نیویارک پوسټ ته ویلي چې السعدي په فلوریډا کې د ایوانکا ټرمپ او جرد کوشنر د استوګنې سیمې د نقشې انځور په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی و. د راپور له مخې، هغه په عربي ژبه په یوه پیغام کې لیکلي وو: «امریکایانو ته وایم چې دې انځور ته وګورئ او پوه شئ چې نه مو ماڼۍ او نه هم پټ خدمتونه ستاسو ساتنه کولی شي. موږ اوس د څارنې او تحلیل په پړاو کې یو او غچ اخیستل یوازې د وخت مسئله ده.»

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې السعدي د امریکايي او یهودي اهدافو پر ضد په څو بریدونو کې لاس درلود. له دغو بریدونو څخه په امسټرډام کې د نیویارک مېلون بانک پر ودانۍ د اورلګوونکي بم غورځول، په لندن کې پر دوو یهودي وګړو د چاقو برید، او په ټورنټو کې د امریکا پر قونسلګرۍ ډزې شاملې دي.

د راپورونو له مخې، محمد باقر سعد داود السعدي د حزب‌الله ډلې له لوړپوړو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي او له سپاه پاسداران، په ځانګړي ډول د قدس ځواک، سره یې نږدې اړیکې لرلې. په راپور کې راغلي چې هغه قاسم سلیماني خپل «استاد» باله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.