سرچینې وایي چې د طالبانو د عدلیې وزارت جعفر مهدوي، د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي، ته امر کړی چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په سیمه کې خپل کور ژر تر ژره تش کړي. د سرچینو په وینا، یاد وزارت دغه کور «امارتي ملکیت» اعلان کړی او د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، جعفر مهدوي د دې امر له ترلاسه کولو وروسته، د هغه د عملي کېدو د مخنیوي لپاره د هزاره او شیعه ټولنې له یو شمېر مشرانو او سپینږیرو، د استاد اکبري په ګډون، سره لیدلي دي. ویل کېږي چې نوموړي له هغوی غوښتي څو د دې موضوع د حل لپاره منځګړیتوب وکړي او د دې اقدام پر وړاندې اعتراض څرګند کړي.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي کور هم د طالبانو له خوا مصادره شوی و. تر اوسه د طالبانو چارواکو د جعفر مهدوي د کور د قضیې د جزییاتو او یا هم د دې پرېکړې د لاملونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








