TOOSnews
اعلان
اندېشه: ۴۱ هېوادونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد سيستماتيک ظلم وغنده.
نړۍټوس نیوز

اندېشه: ۴۱ هېوادونو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد سيستماتيک ظلم وغنده.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي، نصیر احمد اندېشه، ویلي چې ۴۱ هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک ظلم او تبعیض» غندلی دی.

اندېشه دغه ګډه اعلامیه د یادو هېوادونو په استازیتوب د بشري حقونو شورا غونډې ته وړاندې کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې د پرله‌پسې پنځم کال لپاره په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو، په عامه ژوند کې له ګډون، مدني فضا او بشري مرستو پورې له اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې خپل‌سرې نیونې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له لوري ځورونې، سانسور او تاوتریخوالی د ښځو او نجونو د ځپلو په مهمو وسیلو بدل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، د طالبانو تبعیض‌پال قانوني چوکاټونه، لکه ۱۲م او ۱۸م فرمانونه، د ښځو او نجونو د حقونو د نقض کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت او د خپلواک حساب‌ورکوونکي میکانېزم د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو بېرته تأمین او د هغوی د انساني کرامت ساتنه باید د نړیوالو سیاستونو او د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوال غبرګون اساسي محور وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو محدودیتونه په پرله‌پسې ډول زیات شوي دي. نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې شوي، ښځې له ډېرو کاري برخو ایستل شوي او په وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د حجاب د څرنګوالي په تړاو د ښځو د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.