TOOSnews
اعلان
اندرابي: د كونړ پوهنتون د ويشتلو خبرې «دروغ او تبليغات» دي.
افغانستانټوس نیوز

اندرابي: د كونړ پوهنتون د ويشتلو خبرې «دروغ او تبليغات» دي.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اونیزه خبري ناسته کې د طالبانو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بریدونو کې د کونړ ولایت د "سید جمال‌الدین افغان پوهنتون" ځيني برخې په نښه شوې دي.

اندرابي دغه ادعاوې "ښکاره دروغ" وبللې او زیاته یې کړه چې د پوهنتون د ویشتلو خبرې یوازې د ولسي همدردۍ د ترلاسه کولو لپاره یوه "بې‌بنیاده او جعلي هڅه" ده.

نوموړي یو ځل بیا ادعا وکړه چې افغانستان د هغو وسله‌والو ډلو لپاره "خوندي پټنځای" دی چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. هغه دغه ډلې د "فتنة الخوارج" او "فتنة الهند" په نومونو یادې کړې.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او د سرحدي بریدونو په غبرګون کې یې رسمي اعتراض ورته وړاندې کړ.

طالبان وایي چې د پاکستان په بریدونو کې یو شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو بل لور ته پاکستاني چارواکي هم ادعا کوي چې د افغان لوري په ډزو کې هغوی ته ولسي زیانونه رسېدلي دي.

کارپوهان وايي، د دواړو خواوو ترمنځ د داسې سختو تورونو تبادله د باور فضا نوره هم زیانمنوي او د سرحدي ترینګلتیاوو د زیاتېدو خطر لوړوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.