TOOSnews
اعلان
انډي برنهام د بریټانیا د کارګر ګوند په مشرتابه کې د کیرسټارمر ځای ناستی شو.
نړۍټوس نیوز

انډي برنهام د بریټانیا د کارګر ګوند په مشرتابه کې د کیرسټارمر ځای ناستی شو.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا کارګر ګوند د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې انډي برنهام د دغه واکمن ګوند د نوي مشر په توګه ټاکل شوی او د کیر سټارمر ځای ناستی ټاکل شوی. برنهام چې تر دې وړاندې د ګریټر منچسټر د سیمې ښاروال و، د سټارمر له استعفا وروسته د ګوند د داخلي سیالۍ لپاره د اصلي نوماند په توګه مطرح شو او د ګوند د استازو پراخ ملاتړ یې ترلاسه کړ.

د راپورونو له مخې، برنهام به د دوشنبې له ورځې په رسمي ډول د بریټانیا د لومړي وزیر دندې مسوولیت پر غاړه واخلي او له ۲۰۱۶ کال راهیسې به د دې هېواد اووم لومړی وزیر وي. دا بدلون به د کارګر ګوند او د بریټانیا د حکومت په مشرتابه کې نوی پړاو رامنځته کړي.

د کارګر ګوند نوي مشر په خپله لومړنۍ وینا کې د «نوي سیاست» پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هڅه به وکړي د ګوند دننه اختلافونه کم کړي او له مرکزي حکومت څخه سیمو او ځايي ټولنو ته نور واکونه ولېږدوي. هغه همدارنګه د عامه خدمتونو ښه والی، د اقتصاد ملاتړ او د خلکو د ژوند د ستونزو حل کول د خپل راتلونکي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل.

د کارګر ګوند د مشرتابه بدلون په داسې حال کې رامنځته شوی چې د کیر سټارمر حکومت په وروستیو میاشتو کې له داخلي نیوکو او د سیاسي محبوبیت له کمېدو سره مخ و. اوس د سیاسي څارونکو پام د انډي برنهام کړنو ته اوښتی، څو څرګنده شي چې ایا هغه به وکولای شي د خلکو باور بېرته پیاوړی کړي او په بریټانیا کې د کارګر ګوند سیاسي دریځ ښه کړي او که نه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.