TOOSnews
اعلان
انوارالحق کاکړ د هزاره‌ګانو په اړه د عبدالرحمن خان تګلارې د هټلر له چلند سره پرتله کړې.
افغانستانټوس نیوز

انوارالحق کاکړ د هزاره‌ګانو په اړه د عبدالرحمن خان تګلارې د هټلر له چلند سره پرتله کړې.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

انوارالحق کاکړ، د پاکستان پخواني لومړي وزیر، په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان د پخواني پاچا عبدالرحمن خان سیاستونه د هزاره‌ګانو پر وړاندې، د نازي جرمني د مشر اډولف هټلر له هغو کړنو سره د پرتله کېدو وړ دي چې د یهودانو پر ضد یې ترسره کړې وې.

د «اردو انټرنېشنل» رسنۍ د راپور له مخې، هغه دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د «هزاره کلتور ورځې» په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي چې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ دوره په افغانستان کې د نازيانو له تجربې سره ورته بلل کېدای شي، او د ده په وینا، هغه هماغه اقدامات ترسره کړي چې هټلر په اروپا کې د یهودانو پر ضد ترسره کړي وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په همدې مراسمو کې د هزاره‌ګانو کلتور بډای بللی او هغوی یې «د سانسکریټ وارثان، د ترک‌توکمو خلکو وارثان، د اوپانیشادونو او ویداوو وارثان، د قرآن وارثان، د انګلیسي ژبې وارثان او د فارسي ژبې وارثان» معرفي کړي دي.

په تاریخي سرچینو کې عبدالرحمن خان د افغانستان د پخواني پاچا په توګه د ۱۸۹۱ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ د هزاره‌ګانو د پراخ ځپلو په تور یادېږي. د دغو روایتونو له مخې، هغه د ځپلو، جبري کډوالۍ او پراخو وژنو اړوند امرونه صادر کړي وو.

تاریخي راپورونه دا هم ښيي چې د دغو پېښو له امله د هغه وخت د هزاره‌ګانو لویه برخه یا ووژل شوه او یا بې‌ځایه شوه. په وروستیو کلونو کې یو شمېر هزاره فعالان د سپټمبر پنځه ویشتمه د دغو پېښو د یاد ورځې په توګه نمانځي او غوښتنه کوي چې هغه څه چې دوی یې «د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه» بولي، په رسمیت وپېژندل شي.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.