TOOSnews
اعلان
عراقچي: کویټ پر یوه ایرانی کښتۍ په فارس خلیج کې برید کړی او څلور تنه یې نیولي دي.
نړۍټوس نیوز

عراقچي: کویټ پر یوه ایرانی کښتۍ په فارس خلیج کې برید کړی او څلور تنه یې نیولي دي.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې کویټ پر یوه ایرانی کښتۍ په فارس خلیج کې برید کړی او څلور ایراني اتباع یې نیولي دي.

عراقچي د چهارشنبې په ماښام (د غویي ۲۳مه) په ایکس کې یو پېغام خپور کړی او ویلي یې دي: «دغه غیرقانوني اقدام هغې جزیرې ته نېږدې رامنځته شوی چې امریکا یې د ایران پر وړاندې د برید لپاره کارولې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «موږ د خپلو اتباعو فوری خوشي کېدو غوښتونکي یو او د ځواب ویلو حق خپل ځان لپاره محفوظ ګڼو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر روښانه نکړه چې دغه کښتۍ په دقیق ډول کله هدف ګرځول شوې ده.

کویټ د امریکا او اسراییل د ایران پر وړاندې د بریدونو له پیل راهیسې څو ځلې د ایران د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو هدف پاتې شوی، خو تر اوسه یې د ایراني کښتۍ پر وړاندې د برید په اړه څه ونه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.