ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه د کابل په جوماتونو او تکیه خانو کې د بیرغونو د پورته کولو له امله لږ تر لږه ۹ کسان نیولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه د کابل په بېلابېلو سیمو کې څو جوماتونو او تیکه خانو ته ننوتي، د محرم بیرغونه یې ښکته کړي او یو شمېر ویرکوونکي یې نیولي دي. سرچینې دا هم ادعا کوي چې نیول شوي کسان د طالبانو د عدلیې وزارت په ودانۍ کې ساتل کېږي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د سرچینو په وینا، طالبانو تر دې مخکې له ځینو شیعه علماوو سره په لیدنه کې د ځانګړو شرایطو لاندې د محرم د مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړې وه.
سرچینې زیاتوي چې د دغو نیونو وروسته، په کابل کې د محرم د مراسمو د همغږۍ ډلې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له مرستیال تاجمیر جواد سره لیدنه کړې او خپل اعتراض یې مطرح کړی دی. د دوی په وینا، هغه ټینګار کړی چې شیعه ګان کولی شي د مخکېنیو هوکړو له مخې د محرم مراسم ترسره کړي او د نیول شویو کسانو د نوملړ د وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ترڅو د هغوی د خوشې کېدو چارې وڅېړل شي.
په ورته وخت کې، په مزارشریف کې یوې سرچینې هم د محرم د ویر پر مهال د لږ تر لږه ۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.
تر اوسه د طالبانو د عدلیې وزارت او نورو چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه د افغانستان د شیعه علماوو شورا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د محرم د مراسمو امنیت تأمین کړي او د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو لپاره په ټول هېواد کې ارامه او بې له کوم محدودیته فضا برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








