TOOSnews
اعلان
اصيلا وردګ: پیلوټانې، ډاکټرانې او انجينرانې نن د بقا لپاره خياطي كوي.
افغانستانټوس نیوز

اصيلا وردګ: پیلوټانې، ډاکټرانې او انجينرانې نن د بقا لپاره خياطي كوي.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ښځو د حقونو افغانه فعاله اصیلا وردک وايي، هغه افغانې مېرمنې چې پخوا یې د پیلوټانو، ډاکترانو، انجینرانو او پولیسو افسرانو په توګه دندې ترسره کولې، اوس د محدودیتونو له امله د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خیاطۍ او د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغې دا وضعیت د افغان ښځو لپاره یو دردناک حقیقت وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه چوپتیا خپله نه کړي.

د نوموړې په وینا، پر ښځو د زده کړو او کار محدودیتونو زرګونه مسلکي او لوړې زده کړې لرونکې مېرمنې له خپلو دندو بې‌برخې کړي دي. د جمهوري نظام پر مهال یوازې په هوايي ځواک کې سلګونه ښځینه پرسونل دندې ترسره کولې او په روغتیا، انجینرۍ، ښوونې او نورو برخو کې هم ګڼې متخصصې ښځې فعالې وې.

اوس د دغو محدودیتونو له امله ډېری ښځې په کورونو کې پاتې دي او یو شمېر یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په همدې حال کې، د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو کمښت د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي. ډېری کورنۍ وايي، د ښځینه متخصصینو نشتون د ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې په افغانستان کې د هر ۱۰۰ زره زیږونونو پر وړاندې شاوخوا ۶۰۰ میندې د زیږون پر مهال د مناسب روغتیايي خدمتونو او ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.