TOOSnews
اعلان
عاصم منير د امريكا او ايران تر منځ د منځكړيتوب لپاره تهران ته تللى.
نړۍټوس نیوز

عاصم منير د امريكا او ايران تر منځ د منځكړيتوب لپاره تهران ته تللى.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو د چټکتیا لپاره خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه زیات کړي دي. د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د منځګړیتوب په موخه تهران ته سفر کړی دی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پيل او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
پاکستاني چارواکي وایي چې اسلام‌اباد له بېلابېلو اړخونو سره په تماس کې دی، څو د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د مذاکراتو د بهیر د چټکولو هڅې وکړي.
په همدې حال کې، ایراني سرچینو ویلي چې د ایران ستر مشر امر کړی چې هغه بډایه شوي یورانیم چې نږدې د وسلو درجې ته رسېدلي، باید له هېواده بهر ونه لېږدول شي. دا مسئله د امریکا له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي او د خبرو په بهیر کې یو مهم خنډ بلل کېږي.
بل لور ته، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که مناسب ځوابونه ترلاسه نه شي، نو امریکا به ژر عملي اقدام وکړي. هغه ویلي: «که سم ځوابونه ترلاسه نه کړو، وضعیت کولی شي ډېر ژر بدل شي».
ورته مهال، د ایران سپاه پاسداران هم ګواښ کړی چې که پر ایران بیا برید وشي، نو شخړه به یوازې تر سیمې محدودي پاتې نه شي، بلکې پراخ ابعاد به غوره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.