محلي سرچينې وايي چې د سهشنبې ماښام، د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ ۹مه، د افغانستان یو شمېر هغه وګړي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران له پولې څخه واوړي، د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د «بنیاد» په سرحدي سیمه کې د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا د ډزو هدف وکرځېدل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. راپورونه ښيي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
تر دې دمه د دې پېښې د عاملانو هویت او د برید انګېزه نه ده روښانه شوې. همدارنګه د افغانستان سرپرست حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








