د تایلنډ پولیسو یو ۴۶ کلن اسټرالیایي ګرځندوی د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د وژنې او د هغې د جسد د لېږد په تور نیولی دی. دا پېښه چې په تایلنډ کې یې پراخ غبرګونونه پارولي، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۴مه، د پاتایا په ښار کې رامنځته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، تورن «سایمن پ. ک.» د اسټرالیا وکړی دی او قرباني «تونچانوک د.» یوه ۱۷ کلنه تایلنډۍ نجلۍ ده چې په عامه توګه د «نونګ کیک» په نوم پېژندل کېده.
د پولیسو په وینا، د څارنې کامرو انځورونه ښيي چې تورن او قرباني شاوخوا د سهار په ۳:۳۴ بجو د یوه کرایه شوي اپارتمان دننه ننووتل، خو نجلۍ بیا هېڅکله له ودانۍ نه ده وتلې.
څو ساعته وروسته، کامرو تورن ثبت کړی چې هغه د یوه لوی تور رنګه بکس سره له ودانۍ څخه وځي. وروسته هغه له ځایه په موټرسايکل وتلی دی.
د نجلۍ د ورکېدو شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته، د هغې ملګرو پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو د څارنې د کمرو انځورونو او د تورن د لارې تعقیب وروسته پلټنې پیل کړې او بالاخره د قربانۍ جسد یې د پاتایا د شناور بازار ته نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې د هماغه بکس دننه وموند.
پولیسو ویلي چې د جرم د صحنې څېړنه د اپارتمان دننه د سختې شخړې او د وینې د نښو ښودنه کوي او موندل شوي شواهد د قربانۍ د مقاومت څرګندونه کوي؛ دا موضوع د پولیسو په وینا د قصدي وژنې فرضیه پیاوړې کوي.
تورن د پېښې له رامنځته کېدو لږ تر ۲۴ ساعتونو وروسته، د سووارنابومي هوايي ډګر په بانکوک کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې له تایلنډ څخه ووځي او د الوتنې ټکټ یې اخیستی و.
د پولیسو په وینا، د تورن په غاړه او لاسونو د زخمونو نښې لیدل شوي چې د قربانۍ له مقاومت سره سمون لري.
پولیس وايي چې تورن کس په پیل کې هر ډول لاس لرل رد کړي وو او ادعا یې کړې وه چې نجلۍ د خوب پر مهال له خونې وتلې وه، خو د پلټنو په دوام کې یې بیان بدل کړی دی.
د ځینو د رسنیزو راپورونو له مخې، شخړه د ۵۰۰ بات (شاوخوا ۱۶ امریکایي ډالره) د ورکړې پر سر رامنځته شوې ده. همدارنګه ویل شوي چې تورن او قرباني مخکې د ۱۰۰۰ بات (شاوخوا ۳۳ امریکایي ډالره) په بدل کې د جنسي اړیکې پر سر هوکړه کړې وه، خو د خونې دننه د پیشو د ورکړې پر سر شخړه رامنځته شوې ده.
خو د تایلنډ پولیسو ټینګار کړی چې دا برخه لا تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
اوس مهال تورن د قصدي وژنې، د جسد د لېږد او د شواهدو د پټولو له درې تورونو سره مخامخ دی او که جرم یې ثابت شي، د عمر قید یا د اعدام سزا ورته ټاکل کېدای شي.د پولیسو څېړنې لا هم روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








