TOOSnews
اعلان
په اتریش کې د لومړي ځل لپاره د روباټ په مرسته د زړه بای‌پس جراحي ترسره شوه.
نړۍټوس نیوز

په اتریش کې د لومړي ځل لپاره د روباټ په مرسته د زړه بای‌پس جراحي ترسره شوه.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اتریش د اوبراسترایش ایالت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لینڅ ښار د کپلر پوهنتوني روغتون کې د جراح روبوټ په مرسته د زړه بای‌پس جراحي ترسره شوه. د دغه روغتیايي مرکز چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، د دې عملیاتو د بریالي ترسره کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې جراحي د زړه د درزا پر مهال ترسره شوې او د مصنوعي زړه او سږو د ماشین کارولو ته اړتیا نه وه.

د جراحۍ ډلې، چې مشري یې د کپلر پوهنتوني روغتون د سینې جراحۍ د څانګې مشر ډاکټر اندریاس زیرر کوله، ویلي چې د جراح روبوټ کارول د عملیاتو دقت زیاتوي او د ناروغانو د درملنې بهیر ښه کوي. هغه دا لاسته راوړنه د زړه د جراحۍ د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د روغتون د معلوماتو له مخې، په دې نوې طریقه کې د دودیزو زړه جراحیو برعکس د سینې د هډوکي پرې کولو ته اړتیا نشته او همدارنګه د مصنوعي زړه او سږو ماشین هم نه کارول کېږي. ډاکټران وایي، دا طریقه د هډوکي د انتان او د وینې د ټینګېدو د اختلال په څېر د احتمالي عوارضو خطر کموي او د ناروغانو د چټکې روغتیا موندنې لامل ګرځي.

د روغتون چارواکو زیاته کړې چې د دې ټکنالوژۍ په مرسته د ناروغانو د بستر موده نږدې نیمايي ته راکمېدای شي. جراح روبوټ د یوه کنسول له لارې د جراح له خوا کنټرولېږي او د دودیزې لاپاروسکوپي جراحۍ په پرتله د بدن دننه د لا دقیقو حرکاتو ترسره کولو وړتیا لري.

د اروپا د اوسنیو مقرراتو له مخې، دا مهال یوازې د زړه د بای‌پس جراحي په دې ټکنالوژۍ ترسره کول اجازه لري. خو تمه کېږي چې د نویو سیستمونو له تصویب وروسته به د زړه د والونو جراحي هم د روبوټ په مرسته ترسره کېدونکې شي.

اندریاس زیرر اټکل کړی چې په اوږدمهال کې به د اوبراسترایش ایالت له هغو ۱۶۰۰ د زړه جراحیو څخه، چې هر کال ترسره کېږي، شاوخوا نیمايي یې د همدې ټکنالوژۍ په وسیله ترسره کېدای شي. د هغه په وینا، دا بدلون به د لږ بریدکوونکو جراحیو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

اوس مهال د کپلر پوهنتوني روغتون یوازې یو «داوینچي» روبوټ لري او د زړه جراحۍ څانګه کولی شي په میاشت کې یوازې یو ځل ترې ګټه واخلي. د دې ډول هر روبوټیک سیستم د پېرلو لګښت د ۲ تر ۲.۵ میلیونه یورو پورې ښودل شوی دی.

تر دې وړاندې، په اتریش کې د روبوټ په مرسته د زړه بای‌پس جراحي یوازې د ویانا ښار د فلوریدسدورف کلینیک کې ترسره شوې وه، او اوس د لینڅ د کپلر پوهنتوني روغتون د دغه هېواد دویم روغتیايي مرکز ګرځېدلی چې د زړه د بای‌پس جراحۍ لپاره له دې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.