TOOSnews
اعلان
اکسیوس: د امریکا پوځ د هرمز تنګي شاوخوا د ایران پوځي سیستمونه په نښه کړل.
نړۍټوس نیوز

اکسیوس: د امریکا پوځ د هرمز تنګي شاوخوا د ایران پوځي سیستمونه په نښه کړل.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اکسیوس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ، د هرمز تنګي شاوخوا د ایران د راکټي سیستمونو او هوايي دفاعي تاسیساتو پر ضد څو بریدونه ترسره کړي دي.

د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په شاوخوا کې د سپاه پاسداران چټکې کښتۍ هم په څو ځایونو کې په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د قشم ولسوالۍ د والي، حسین امیر تیموري، له قوله راپور ورکړی چې د یکشنبې د ماښام راهیسې، د جنګاښ په ۲۱مه، د قشم ټاپو پر پوځي هدفونو د ۱۰ تر ۱۱ پورې توغندي لګېدلي دي.

د هغه په وینا، ټول هغه هدفونه چې پرې برید شوی، پوځي مرکزونه وو او دغو بریدونو هېڅ مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

په بل پرمختګ کې، د کویټ د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې درې ځمکني سرحدي مرکزونه تر برید لاندې راغلي دي.

همدارنګه، د کویټ د تېلو شرکت یوه سمندري برمه‌کولو سکۍ د دغه هېواد په سیمه‌ییزو اوبو کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې ده.

د کویټ د دفاع وزارت ویاند وویل چې دغو بریدونو مالي زیانونه اړولي دي، او د برمه‌کولو پر سکۍ په برید کې یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د کویټ وسله‌وال ځواکونه د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي او د هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.