TOOSnews
اعلان
اکسیوس: امریکا اسراییلو ته لسګونه د سونګ توکو رسوونکې الوتکې لېږي.
نړۍټوس نیوز

اکسیوس: امریکا اسراییلو ته لسګونه د سونګ توکو رسوونکې الوتکې لېږي.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

درې امریکايي او اسرائيلي چارواکو د جمعې په ورځ اکسیوس خبري وېبپاڼې ته ویلي چې متحده ایالات د دې ارزونه کوي چې اسراییلو ته لسګونه نور د هوايي تېل رسوونکې الوتکې ولېږي. دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې واشنګټن د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د احتمالي پراخولو لپاره نوې لارې چارې څېړي.

د دغو سرچینو په وینا، ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د «حالت خونې» له غونډې وروسته د پوځي انتخابونو یو شمېر موارد ارزولي دي. په دغو انتخابونو کې د ایران پر زیربناوو، لکه د برېښنا پر دستګاوو، د بریدونو پراخول، پر اټومي تاسیساتو د بریدونو زیاتول د دې لپاره چې د بډایه شوو یورانیمو زیرمې له منځه یوسي، او همدارنګه پر هغې ځمکلاندې اټومي تاسیساتو برید شامل دی چې د «پېک‌اکس غره» په نوم یادېږي؛ هغه ځای چې ویل کېږي ایران پکې د اټومي مرکز د جوړولو چارې پر مخ وړي.

د راپور له مخې، که څه هم ډونالډ ټرمپ لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو امریکايي او اسرائيلي چارواکي وايي چې هغه د بریدونو د ساحې د پراخولو احتمال ارزوي. د دغو سرچینو په وینا، د دې اقدام موخه ښايي پر ایران فشار زیاتول وي، څو د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د اټومي پروګرام په اړه د امریکا غوښتنو منلو ته اړ شي.

دغو سرچینو زیاته کړې چې د احتمالي پوځي عملیاتو د شدت په اړه پرېکړه ښايي په راتلونکو څو ورځو کې وشي. خو تر اوسه په رسمي ډول هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

د اکسیوس د راپور له مخې، متحده ایالات اوس مهال شاوخوا ۳۰ د تېلو رسوونکې الوتکې د تل‌ابیب ته څېرمه د بن‌ګوریون په هوايي ډګر کې او ورته شمېر الوتکې د اسراییلو په سوېل کې د رامون هوايي ډګر کې ځای پر ځای کړي دي.

اسرائيلي چارواکي وايي چې واشنګټن غواړي په راتلونکو ورځو کې لسګونه نورې د تېلو رسوونکې الوتکې هم اسراییلو ته ولېږي، څو د دغو الوتکو شمېر د جګړې د لومړیو ورځو کچې ته ورسېږي. د دغو چارواکو په وینا، د امریکا پوځ غواړي چې دا الوتکې په بن‌ګوریون هوايي ډګر کې ځای پر ځای شي، ځکه د سیمې نورې اډې د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې ډېرې زیان‌منې ګڼل کېږي.

په همدې حال کې، د امریکا د تېلو رسوونکو الوتکو د حضور زیاتوالی په اسراییلو کې د بحث موضوع ګرځېدلې ده. د دغه هېواد د ترانسپورټ برخې چارواکو خبرداری ورکړی چې د دغو الوتکو زیات ځای پر ځای کول ښايي د مسافرو په الوتنو کې ګډوډي، د ځینو الوتنو لغوه کېدل او د اوړي د سفرونو لپاره ستونزې رامنځته کړي.

د اکسیوس د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې له اسراییلو غوښتي چې د نورو تېلو رسوونکو الوتکو د ځای پر ځای کولو لپاره لازم شرایط برابر کړي، او د دې غوښتنې وروستۍ پرېکړه به د بنیامین نتانیاهو په لاس کې وي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.