TOOSnews
اعلان
د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو ځوانو نارینه‌وو مړي موندل شوي دي.

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د «اېمل‌خان» په نوم د یوه ځوان مړی پرون له غرمې وروسته، دوشنبه د وږي ۹مه، د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د «خالي نمرو» په سیمه کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، په ورته پېښه کې د دې ولسوالۍ کې د «قدرت‌الله» په نوم د یوه بل ځوان مړی د «بازار شاه» په سیمه کې له یوې غونډۍ څخه موندل شوی دی.

یوه سیمه‌ییزه سرچینه وايي، چې اېمل‌خان او قدرت‌الله «په ناڅرګند ډول» وژل شوي دي.

په نیمروز کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دغو ځوانانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د ناڅرګنو وژنو په اړه کره کلني ارقام نه شته، خو په وروستیو کلونو کې هره اوونۍ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د څو ناڅرګندو وژنو راپورونه خپرېږي، چې طالبان په ډېرو مواردو کې د دغو قضیو د څېړنې او برخلیک په اړه خلکو ته معلومات نه ورکوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.