TOOSnews
اعلان
بلوچستان كې د جبري لادركه شويو كسانو قضيې نږدې ١٧ زرو ته رسېدلي.
نړۍټوس نیوز

بلوچستان كې د جبري لادركه شويو كسانو قضيې نږدې ١٧ زرو ته رسېدلي.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان د لادرکه شویو کسانو د مدافعې ډلې مشر نصرالله بلوڅ وایي، په دغه ایالت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د شاوخوا ۱۷ زره کسانو د جبري لادرکه کېدو قضیې له «وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» بنسټ سره ثبت شوي دي.

نصرالله بلوڅ وایي، د جبري لادرکه کېدو د قربانیانو نړیواله ورځ په بلوچستان کې داسې مهال نمانځل کېږي چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له سخت رواني فشار او وېرې سره مخ دي.

د هغه په وینا، «وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز» له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جبري ورکېدو د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه فعالیت کوي او سږکال یې هم د کوټې د مطبوعاتو دفتر مخې ته د اعتراض له لارې د دغې ورځې د نمانځلو تابیا کړې ده.

بلوڅ زیاته کړې، دوی اندېښنه لري چې پر اعتراض کوونکو امنیتي فشار زیات شي او یا یې پر وړاندې قضیې ثبتې شي؛ خو د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له خپلو غوښتنو نه تېرېږي.

نوموړي د خپلې کورنۍ د یوه غړي مثال ورکړ او ویې ویل، چې تره یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ورک دی او د هغه د جبري ورکېدو ۲۵ کاله کېږي.

نصرالله بلوڅ ادعا کوي چې د سلګونو هغو کسانو په اړه چې له کلونو راهیسې لادرکه دي، محکمې د هغوی د وړاندې کولو امرونه هم صادر کړي؛ خو د ځینو قضیو له ثبتېدو پنځه، اووه او یا تر دې د ډېرو کلونو له تېرېدو وروسته هم دغه امرونه نه دي عملي شوي.

د بلوچستان د لادرکه شویو کسانو د مدافعې ډلې مشر وایي، جبري ورکېدل یوازې پر قرباني اغېز نه کوي، بلکې د هغوی پر کورنیو هم ژور رواني او مالي اغېز لري.

د هغه په وینا، د لادرکه شویو کسانو ښځې، ماشومان، میندې او پلرونه د اوږدې مودې لپاره د خپلو عزیزانو له نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي. نوموړي وویل، ماشومان د خپلو پلرونو له حضور پرته لویېږي او په ځینو مواردو کې له زده‌کړو هم پاتې کېږي.

بلوڅ زیاته کړې چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ لا هم هره ورځ د خپلو عزیزانو د بېرته راتګ په تمه وي او د دروازې هره درزا یا غږ ورته دا هیله پیدا کوي چې ښایي ورک شوی کس بېرته راغلی وي.

هغه وایي، د لادرکه شویو کسانو د کورنیو د اعتراض پنډغالي یوازې د احتجاج ځایونه نه دي؛ بلکې د خپلو عزیزانو د عکسونو په لیدلو سره د هغوی پخوانی درد او رواني فشار هم تازه کېږي.

نصرالله بلوڅ زیاتوي، دوی داسې کورنۍ لیدلي چې د خپلو لادرکه شویو اولادونو عکسونه یې سینې ته نیولي او ژړلي یې دي او په ځینو مواردو کې د کورنۍ غړي، په ځانګړي ډول میندې، د سختې رواني ضربې له امله بې‌هوښه شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.