امریکايي چارواکو اعلان کړی چې لومړنۍ څېړنې ښيي، جمهوري غوښتونکی سناتور او د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد، لېنډسي ګراهام، د آئورت شریان د څېرېدو له امله مړ شوی دی. د چارواکو په وینا، دا ستونزه د شریانونو د کلکېدو له امله رامنځته شوې او تر اوسه د جرم یا د بهرنیو عواملو د لاسوهنې هېڅ نښه نه ده موندل شوې.
د طبي معایناتو د دفتر د راپور له مخې، لومړنۍ معاينه ښيي چې د زړه او رګونو ناروغۍ، چې د شریانونو د کلکېدو او د رګونو پر دېوالونو د رسوباتو د راټولېدو له امله رامنځته کېږي، د شریان د څیرېدو لامل شوې ده. خو د عدلي طب ادارې ویلي چې د مړینې وروستی سند به د زهري موادو د ازموینو او مایکروسکوپي معایناتو له بشپړېدو وروسته صادر شي.
دوو فدرالي چارواکو د یکشنبې په شپه، د جنګاښ په ۲۱مه، فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې په دې قضیه کې د جرم هېڅ شواهد نه شته. د هغوی په وینا، د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره اېف بي آی هم د لوړپوړو سیاسي چارواکو د مړینې د قضیو د څېړلو د معمولې پروسې له مخې له پولیسو سره همکاري کوي.
د اېف بي آی مشر کش پټل تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه اداره به ټول اړین امکانات او سرچینې د سیمهییزو چارواکو په واک کې ورکړي، څو د قضیې په څېړنه کې مرسته وکړي. د نوموړي څرګندونو په وروستیو ورځو کې د سناتور د مړینې د علت په اړه ځینې اټکلونه راپورته کړي وو.
د ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لوړپوړو چارواکو د مړینې په قضیو کې لومړنۍ څېړنه د پولیسو مسؤلیت وي، او اېف بي آی د دې لپاره له سیمهییزو چارواکو سره همکاري کوي چې د فدرالي جرم، جنايي لاسوهنې یا امنیتي ګواښونو احتمال له منځه یوسي. فاکس نیوز هم دغه همکاري د ورته قضیو یوه عادي کړنلاره بللې ده.
د لېنډسي ګراهام دفتر د یکشنبې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه ۷۱ کلن سناتور د «لنډې او ناڅاپي ناروغۍ» وروسته مړ شوی دی.
د واشنګټن د عدلي طب د لومړنیو موندنو له مخې، د هغه د مړینې علت د شریان څیرېدل بلل شوي چې د شریانونو د کلکېدو له امله رامنځته شوي وو. نیویارک پوسټ هم لیکلي چې دا ناروغي ډېره د زړو نارینهوو ترمنځ لیدل کېږي او د بدن د تر ټولو لوی شریان آئورت د دېوال د څېرېدو له امله رامنځته کېږي.
ګراهام د جمهوري غوښتونکي ګوند له پېژندل شویو څېرو څخه و او د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې پر وړاندې د امریکا د سختو سیاستونو له ملاتړو څخه ګڼل کېده. هغه د چنګاښ په ۱۹مه له اوکراین څخه بېرته راستون شوی و. نوموړي په دغه سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره وکتل او د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو د بیاکتل شوې طرحې اعلان یې وکړ.
که دا طرحه تصویب شي، د امریکا حکومت ته به واک ورکړي چې هغه هېوادونه له بندیزونو یا نویو تعرفو سره مخ کړي چې له روسیې څخه تېل یا ګاز اخلي.
لېنډسي ګراهام په وروستیو کلونو کې څو ځله د ایران د حکومت د بدلون ملاتړ کړی او د ایرانیانو د پراخو اعتراضونو پر مهال یې هم د اعتراض کوونکو په ملاتړ څرګندونې کړې وې. نوموړی د «نړیوال اقدام ورځې» په غونډه کې هم ګډون کړی و، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۲۵مه د رضا پهلوي په بلنه د جرمني په مونیخ ښار کې جوړه شوې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








