TOOSnews
اعلان
چین له طالبانو وغوښتل چې افغانستان نباید د ترهګرۍ په پناه ځای بدل شي.
نړۍټوس نیوز

چین له طالبانو وغوښتل چې افغانستان نباید د ترهګرۍ په پناه ځای بدل شي.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ملګرو ملتونو کې د چین استازولۍ له طالبانو غوښتي دي چې له ترهګرو ډلو سره جدي مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر پناه ځای بدل شي.

په ملګرو ملتونو کې د چین د استازولۍ سرپرست سان لي د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، د دې سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد په ملاتړ او د خلکو د ژوند د شرایطو په ښه کولو سره، د ترهګرۍ د پراختیا د لاملونو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه همداراز د ترهګریزو فرامرزي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو د همکارۍ ملاتړ کړی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دا ډله اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د فرامرزي ګواښونو لپاره د هېواد د خاورې د کارونې په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.