TOOSnews
اعلان
د بدخشان مايمي كې د طالبانو او وسله والو ترمنځ بيا نښته پيل شوې.
افغانستانټوس نیوز

د بدخشان مايمي كې د طالبانو او وسله والو ترمنځ بيا نښته پيل شوې.

۲۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي، د شنبې ماښام (د زمري ۲۴مه) د بدخشان د مایمي ولسوالۍ په دروازها سیمه کې د طالبانو او وسله‌والو کسانو ترمنځ یو ځل بیا نښته پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، جګړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، تر اوسه په رسمي توګه نه ده روښانه شوې چې په دې نښته کې له طالبانو سره ښکېل وسله‌وال کسان څوک دي او له کومې ډلې سره تړاو لري.

طالبانو تر دې دمه د مایمي ولسوالۍ د دې نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د پېښې د مرګ‌ژوبلې او د ښکېلو وسله‌والو د هویت په اړه تر اوسه نور کره او خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.