د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د دې ډلې د ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح د اړوندو ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.
سیمهییزې سرچینې وايي، په دغو نښتو کې تر اوسه پنځه طالب جنګیالي وژل شوي، ۱۶ نور ټپیان او پنځه نور لادرکه دي.
د سرچینو په وینا، د فاتح ځواکونو د دوابي او سرکوه په سیمو کې د طالبانو دوه پوستې نیولي او اوس مهال په دولواخ سیمه کې جګړه روانه ده. همداراز شوریان، جویدره، شاخدره او د نسي د کلیوالو سیمو لویه برخه د فاتح د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، خو طالبان لا هم د ولسوالۍ مرکز په خپل واک کې لري.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو د ولسوالۍ کلینیک هم په خپله ولکه کې اخیستی او د خلکو تګ راتګ یې محدود کړی دی. د طالبانو چورلکې او بېپیلوټه الوتکې د سیمې پر سر په ګزمو بوختې دي او د ولسوالۍ په ځینو برخو کې مخابراتي او انټرنېټي اړیکې هم پرې شوي دي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي. د نښتو لړۍ د سې شنبې له غرمې وروسته پیل شوې او د چهارشنبې له غرمې مخکې یې شدت موندلی دی.
لیکوال:سعید سمیر








