د جون ۱۰مې د لاسي صنايعو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ، يو شمېر افغان ښځينه صنعتکارانې وايي چې د طالبانو له خوا لګول شوي محدوديتونه د توليد د کمېدو، د بازار د محدودېدو او د لاسي صنايعو د سکتور د رکود سبب شوي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې لاسي صنايع پکې د کلتوري هويت او په سيمهييز اقتصاد کې مهم رول لري. غالۍ اوبدنه، خامکدوزي، ګليم اوبدنه، نمدمالي، کلالي او نور لاسي هنرونه په بېلابېلو ولايتونو کې تل د کورنيو د ژوند يوه برخه او د عايد سرچينه پاتې شوې ده، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.
خو يو شمېر فعالې ښځې په دې برخه کې رسنيو ته وايي چې له وروستيو سياسي بدلونونو وروسته د دوی کاري فرصتونه په څرګند ډول محدود شوي او کورني او بهرنيو بازارونو ته یې لاسرسی کم شوی دی.
سميه عارفي، يوه ښځينه صنعتکاره، وايي چې د جنسيتي محدوديتونو او موجودو شرايطو له امله ډېری ښځې يا خپل کارګاوې تړلي دي او يا يې فعاليتونه تر کورونو محدود کړي دي.
هغه همدارنګه وايي چې په ځينو مواردو کې د ښځو ګډون په نندارتونونو کې يوازې د «محرم» په ملګرتيا ممکن وي، چې دا چاره د توليداتو معرفي او پلور ستونزمن کوي.
نورې ښځينه صنعتکارانې هم وايي چې د خامو موادو کم لاسرسی، د نندارتونونو او خرڅلاو فرصتونو کمښت او د تګ راتګ محدوديتونو د لاسي صنايعو بازار له جدي رکود سره مخ کړی دی.
سره له دې ننګونو، ښځې د لاسي صنايعو پر اهميت د کلتوري هويت د ساتنې او د عايد د رامنځته کولو لپاره ټينګار کوي او وايي چې دا برخه د ملاتړ په صورت کې د کارموندنې او صادراتو مهمه سرچينه کېدای شي.
کلتوري کارپوهان هم لاسي صنايع د افغانستان د ژوندي ميراث يوه برخه بولي چې له نسلونو څخه نسلونو ته د هغې لېږد د کلتوري تنوع او ټولنيز هويت په ساتلو کې مرسته کوي.
خو د محدوديتونو دوام او د بنسټيز ملاتړ نشتوالی د دې سکتور راتلونکی له ناڅرکند حالت سره مخ کړی، په داسې حال کې چې لاسي صنايع لا هم د هېواد له مهمو اقتصادي او کلتوري ظرفيتونو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








