TOOSnews
اعلان
باخبره سرچینې: د ایران د اټومي موادو د لېږدولو لپاره د امریکا احتمالي عملیات زرګونو ځمکني ځواکونو ته اړتیا لري.
نړۍټوس نیوز

باخبره سرچینې: د ایران د اټومي موادو د لېږدولو لپاره د امریکا احتمالي عملیات زرګونو ځمکني ځواکونو ته اړتیا لري.

۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د پوځي پلانونو د یوې باخبره سرچینې او یو شمېر کارپوهانو له قوله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د امر د صدور په صورت کې، د داسې یوه عملیات ترسره کولو ته چمتو دي چې د پوځي تاریخ یو له خورا پیچلو عملیاتو څخه بلل کېږي. د دې راپور پر بنسټ، د دې عملیاتو موخه د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د غني شویو اورانیومو لېږدول ښودل شوي دي.

دې باخبره سرچینې ویلي چې د داسې یوه عملیات ترسره کول به د زرګونو ځمکني ځواکونو شتون ته اړتیا ولري. د دې ادعا له مخې، بریدګر ځواکونه باید اټومي تاسیساتو ته ننوځي، له خنډونو او چاودېدونکو دامونو تېر شي، د لارو د پرانیستلو لپاره د مهندسۍ او ودانیزو ټیمونو له وړتیاوو ګټه واخلي، او همالته د ځواکونو له پراخ ځای پر ځای کېدو سره سم د دغو مرکزونو د شاوخوا سیمې بشپړ امنیت تامین کړي.

د دې سرچینې په وینا، د امنیتي شرایطو له تامینېدو وروسته، د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو یوه وړه ډله به د غني شویو اورانیومو د لېږدولو مسؤلیت پر غاړه ولري. هغه د عملیاتو دا پړاو «خورا خطرناک» بللی او ویلي یې دي چې ترسره کول یې پراخې همغږۍ او تخصصي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعو د مرکز مرستیال، جوزف راجرز، له نیویارک پوسټ سره په خبرو کې ویلي چې د ده په باور، په ایران کې د شته اټومي موادو د له منځه وړلو خورا ممکنه لار یو پوځي عملیات دی؛ ځکه د ده په فکر، خبرې اترې به په لنډمهال کې پایلې ته ونه رسېږي.

راجرز همدا راز ویلي چې دا ماموریت، د ترسره کېدو په صورت کې، د پوځي تاریخ یو له تر ټولو پېچلو عملیاتو څخه کېدای شي. د هغه په وینا، دا عملیات به د لوجستیکي پلوه خورا درانه او ستونزمن وي او په یوه دښمنانه چاپېریال کې به ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې د ایران پوځ که څه هم د ده په وینا کمزوری شوی، خو بیا هم له د پام وړ پوځي وړتیاوو برخمن دی.

د «های سایډ» په نوم د یوې خپلواکې رسنۍ د راپور له مخې، هغه قطعات چې ممکن په داسې یوه ماموریت کې وکارول شي، د «سیل ټیم ۶» له قطعې څخه «سیلور» سکواډرن، د رنجرانو دویم کنډک، او د متحده ایالاتو د پوځ د مهماتو ۲۱مه ټولۍ شامل دي.

د دې راپور په دوام کې راغلي چې د عملیاتو د پلي کېدو په صورت کې، د مهماتو ۲۱مه ټولۍ به د فردو او اصفهان له تاسیساتو څخه د غني شویو اورانیومو د لېږدولو مسؤلیت پر غاړه ولري. دا راپور ادعا کوي چې د فردو تاسیسات تر ډېره حده او د اصفهان تاسیسات هم سخت زیانمن شوي دي.

راجرز په دوام کې ټینګار وکړ چې دغو مرکزونو ته د ننوتلو او د اټومي موادو د لېږدولو لپاره د یوه پراخ امنیتي پړاو او حلقې رامنځته کول اړین دي. د هغه په وینا، ځمکني ځواکونه باید د سیمې بشپړ امنیت تامین کړي او تر هغې سیمې پورې چې الوتکې ځای پر ځای دي، د موادو د لېږدونکي کاروان لپاره یوه خوندي لاره چمتو کړي.

د دغه راپور له مخې، امریکايي ځواکونه باید د دغو تاسیساتو ویجاړې شوې ننوتې لارې هم وباسي او پرانیزي، او په ورته وخت کې د ایران د پوځي ځواکونو د احتمالي بریدونو په وړاندې د عملیاتو ملاتړ او ساتنه وکړي.

دا راپور د باخبرو سرچینو د څرګندونو، د کارپوهانو د ارزونو او یادو شویو رسنیو د راپورونو پر بنسټ خپاره شوي او تر دې دمه د متحده ایالاتو یا ایران کوم رسمي چارواکي د دې ادعا شوې سناریو د جزییاتو په اړه تبصره نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.