د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. د وړاندې شویو احصائیو له مخې، ۷۱ نارینه، ۶۶ ماشومان او ۱۱ ښځې ابو په بېلابېلو سرچینو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاجمحمد همت د شنبې په ورځ د زمري ۳مه د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، چې هر کال لسګونه افغانان په سیندونو، کاریزونو، کانالونو، حوضونو، بندونو او نورو خطرناکو اوبیزو سرچینو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي د دغو پېښو اصلي لاملونه د لامبو پر مهال د ایمني لارښوونو نه مراعاتول، د عامه پوهاوي کموالی او د اوبیزو سرچینو له خطراتو څخه د وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ناخبري وبلله. د هغه په وینا، د عامه زده کړو پراختیا کولای شي د دغو پېښو په کمولو کې مهم رول ولري.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال ویاند دغه راز زیاته کړه چې د اوړي په موسم کې د هوا په تودېدو او لامبو وهلو ته د خلکو په تمایل سره، د ډوبېدو د پېښو شمېر هم زیات شوی دی. هغه له پلرونو او مېندو وغوښتل چې د کانالونو، بندونو او نورو خطرناکو اوبیزو سرچینو ته د ماشومانو له نږدې کېدو مخنیوی وکړي او هېڅکله هغوی بې له څارنې د اوبو ترڅنګ پرېنږدي.
دغې ادارې وګړو ته هم خبرداری ورکړی چې په خورا سړو اوبو او تېزو سیندونو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي. طالبانو ټینګار کړی چې په ناامنو ځایونو کې د لامبو وهلو د خطراتو په اړه د خبر رسونې پراختیا او د عامه پوهاوي لوړول کولای شي د ډوبېدو کچه ټیټه کړي.
کارپوهان هم د بېاحتیاطۍ، په له خطرناکو او منع شویو سیمو کې د لامبو وهلو، د ژغورنې او مرستې د تجهیزاتو کمښت او د افغانستان د بندونو او سیندونو شاوخوا د خوندیتوب د تدابیرو نشتوالی د دغو مرګونو پېښو مهم لاملونه ګڼي. د دوی په وینا، په تفریحي سیمو کې د خبرداري د لوحو او د غواصانو (ژغورونکو ټیمونو) نشتوالي هم د ډوب شویو کسانو د شمېر په زیاتوالي اغېز کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








