اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل امر نه دی کړی، سره له دې چې اسراییل اټکل کاوه دغه برید به د جمعې په شپه یا د شنبې په ورځ ترسره شي.
د اسراییل د «وای نیټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، تل ابیب د احتمالي امریکايي برید لپاره پراخ پوځي چمتووالی نیولی و، خو وروسته چارواکي دې پایلې ته ورسېدل چې ټرمپ د اوس لپاره له برید څخه ډډه کړې او تهران ته یې د دیپلوماسۍ یو بل فرصت ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې قطر او عمان د پردې تر شا پر ایران فشار راوړی، څو خپل دریځ نرم کړي او د امریکا د احتمالي پراخو عملیاتو مخه ونیول شي.
له بلې خوا، امریکا د جمعې په ماښام د دوو اونیو په موده کې د لومړي ځل لپاره پر ایران هېڅ نوی برید ونه کړ، چې دا د ۱۳ ورځنۍ جګړې وروسته د کړکېچ د کمېدو او د دیپلوماسۍ د بېرته راژوندي کېدو نښه بلل کېږي.
په همدې حال کې د امریکا پوځ د عمان په سمندر کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ ډزې کړي چې ویل کېږي هڅه یې کوله د ایران د بندرونو محاصره ماته کړي.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې څلور کښتۍ، چې غوښتل یې د هرمز تنګي له جنوبي برخې د یوې «غیرقانوني او ناامنې» لارې تېرې شي، د سمندري ځواکونو له ډزو وروسته درولې دي.
د راپورونو له مخې، د وروستیو پوځي کړکېچونو له زیاتېدو سره په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ هم د پام وړ کم شوی او په ورځ کې یوازې درې کښتۍ ترې تېرېږي.
لیکوال:سعید سمیر








