د کابل ورکه شوې لور د خبریالې او د رخشانه مېډیا مسؤلې زهرا جویا اثر، د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲مه، په بریټانیا کې خپور شو. د دې کتاب د مخکتنې مراسم د لندن ښار په دانت بوکس کتابپلورنځي کې د شاوخوا ۱۲۰ ګډونوالو په حضور کې ترسره شول.
دا کتاب د زهرا جویا د شخصي خاطرو، د هغې د څېړنیز ژورنالېزم د تجربو او د افغانستان د څو لسیزو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ګډ روایت دی. لیکوالې هڅه کړې چې خپله شخصي کیسه له مستندو راپورونو او تاریخي شالید سره وتړي.
زهرا جویا د کتاب د مخکتنې په مراسمو کې وویل: «د کابل ورکه شوې لور یوازې زما د ژوند کیسه نه ده، بلکې د افغانستان د ښځو د پټو او ناویلو تاریخونو د ثبتولو او د هغو غږونو د انعکاس لپاره یوه هڅه ده چې د جګړې، کډوالۍ، تبعیض او هېرېدو په منځ کې له پامه غورځول شوي دي.»
هغې د کتاب د لیکنې د تګلارې په اړه هم وویل: «زما موخه دا وه چې د ژوندلیک صمیمیت د څېړنیز ژورنالېزم له دقت او بېړنيتوب سره یوځای کړم، څو د جنسیت پر بنسټ د ظلم ترخې خاطرې او واقعیتونه انځور کړم؛ هغه پدیده چې یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هم شتون لري.»
دا کتاب د څو نړیوالو ژورنالېزم جایزو ګټونکې خبریالې امي فریس-راتمن په همکارۍ لیکل شوی دی. د دې اثر د چاپ او وېش مسؤلیت د نړیوالې رابینسن خپرندویې ټولنې پر غاړه و.
د رابینسن خپرندویې ټولنې د کتاب د خپرېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: «موږ په ویاړ سره نن د زهرا جویا او امي فریس-راتمن د کابل ورکه شوې لور کتاب خپروو. دا کتاب د زړورتیا، ټینګښت او هیلو کیسه ده او اوس د معتبره کتابپلورنځیو له لارې د لوستونکو لپاره شتون لري.»
د کابل ورکه شوې لور په ۲۸۳ مخونو کې خپور شوی دی. د خپرندویې ټولنې د پلان له مخې، دا اثر به د بېلابېلو ژبو تر ژباړې وروسته، د اکتوبر له ۶مې نېټې څخه په متحده ایالاتو او نورو انګلیسيژبو هېوادونو کې هم بازار ته وړاندې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








