د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د آمو سیند پر سر د پل د جوړولو د چارو درېدلو دغه ولسوالۍ لا هم په جغرافیایي انزوا کې ساتلې او زرګونه کسان یې روغتیايي خدمتونو، بازارونو او د ولایت مرکز ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د اوسېدونکو په وینا، د دغه پل د جوړولو چارې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې، خو د لوی اختر له رخصتیو وروسته ودرېدې او تر اوسه هېڅ مسؤل مقام یا اړوندې ادارې د پروژې د درېدلو د علت او د بیا پیل د نېټې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د درقد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمان رسنیو ته ویلي: «دا پل یوازې یوه عمراني پروژه نه ده، بلکې د درقد د خلکو لپاره د اړیکو حیاتي لاره او له اساسي اړتیاوو څخه ده. د دې پروژې له درېدلو سره د خلکو تګ راتګ، د ناروغانو لېږد او د توکو لېږد لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.»
هغه زیاته کړه چې د یوې خوندي مواصلاتي لارې نشتوالي د ترانسپورټ لګښتونه زیات کړي او د بارانونو په موسم او د آمو سیند د اوبو د زیاتوالي پر مهال، د درقد او د ولایت د نورو سیمو ترمنځ تګ راتګ کله ناکله د څو ورځو لپاره په بشپړه توګه بندېږي.
یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي چې د درقد ولسوالۍ، چې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو او د آمو سیند هغې غاړې ته پرته ده، له کلونو راهیسې د بنسټیزو زیربناوو له کمښت سره مخ ده او د دې پروژې درېدلو د ولسوالۍ د دوامداره محرومیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
د ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمدقاسم اکسوس ته ویلي: «موږ څو ځله د دې پل د بشپړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه هېڅ ادارې د کار د درېدلو د علت په اړه ځواب نه دی ورکړی. خلک حق لري پوه شي چې ولې هغه پروژه چې پیل شوې وه، نیمګړې پرېښودل شوې ده.»
د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له حکومت او د دې پروژې له مسؤلو ادارو غوښتي چې ژر تر ژره د پل د جوړولو چارې بېرته پیل کړي او د پروژې د درېدلو د علت په اړه خلکو ته روښانه او شفاف معلومات وړاندې کړي.
د تخار ولایت د شمال په برخه کې د درقد ولسوالۍ، د آمو سیند هغې غاړې ته د موقعیت له امله، د افغانستان له هغو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې له بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو بېبرخې پاتې دي. د ارتباطي پل نشتوالي له کلونو راهیسې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لاسرسی روغتیايي خدمتونو، تعلیمي مرکزونو، بازارونو او دولتي ادارو ته له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. اوسېدونکي باور لري چې د دې پل بشپړېدل به د درقد جغرافیایي انزوا راکمه کړي، د ترانسپورټ لګښتونه به کم کړي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او عامه خدمتونو ته د اسانه لاسرسي زمینه به برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








