TOOSnews
اعلان
د پولې له تړل کېدو سره سره پاکستان ته د هلمند د مرمرو د قاچاق لېږد لا هم دوام لري.
افغانستانټوس نیوز

د پولې له تړل کېدو سره سره پاکستان ته د هلمند د مرمرو د قاچاق لېږد لا هم دوام لري.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې تړل شوي دي، د دغه ولایت د خان‌شنین ولسوالۍ له کانونو څخه ایستل شوی مرمر د بهرامچې ولسوالۍ له لارې په ناقانونه توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.

د خان‌شنین ولسوالۍ د مرمرو له کانونو څخه یو کارکوونکی چې تر دې وړاندې یې د افغانستان په ملي اردو کې دنده ترسره کړې،سلېمان خان، وايي چې د دغو کانونو فعالیت نږدې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او هغوی له همدې لارې خپل د ژوند لګښتونه برابروي.

هغه په ورته وخت کې له هېواده بهر ته د هلمند د مرمرو د ټیټې بیې په بدل کې د لېږد په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د خامو مرمرو د پلور پر ځای باید په هېواد کې د ډبرو د پروسس د فابریکو د جوړولو زمینه برابره شي، څو د دغو سرچینو له ارزښت څخه ترلاسه کېدونکې ګټه په افغانستان کې پاتې شي.

د هلمند د مرمرو د کانونو یو بل کارکوونکی چې شاوخوا ۱۲ کاله کېږي د ډبرو د استخراج په برخه کې فعالیت کوي او د ۳۰ کسیزې ډلې مشري هم پر غاړه لري، جمعه خان، له مسوولو ادارو غواړي چې د هېواد د معدني سرچینو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

هغه وايي، د افغانستان مرمر په هېواد کې په ټیټه بیه پلورل کېږي، خو کله چې پاکستان ته ولېږدول شي او هلته پروسس شي، بېرته په لوړه بیه افغانستان ته واردېږي.

جمعه‌خان زیاتوي چې هره ورځ له درېیو تر پنځو پورې د مرمرو بار موټرونه د بهرامچې له لارې په قاچاقي توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.

د هلمند د مرمرو کانونه د خان‌شنین او دیشو ولسوالیو کې موقعیت لري او دا ډبره د دغه ولایت له مهمو ساختماني او تزئیني سرچینو څخه بلل کېږي. مرمر د فرشونو، د ودانیو د مخو، مېزونو، ګلدانونو، لوښو او نورو تزئیني توکو په جوړولو کې کارول کېږي.

په لښکرګاه ښار کې هم د مرمرو د پروسس یوه فابریکه فعالیت لري، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د دې فابریکې فعالیت محدود دی او ډېره برخه یې د فرشي ډبرو په تولید کې کار کوي. د دوی په وینا، د هلمند د استخراج شویو ډبرو یوه د پام وړ برخه کندهار، کابل او هرات ته هم لېږدول کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وړاندې، د هلمند مرمر د سپین‌بولدک له لارې پاکستان ته صادرېدل؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ له محدودېدو وروسته، د دغو ډبرو لېږد له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.

په همدې حال کې، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې امنیتي ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۵۰۰۰ کیلوګرامه قیمتي ډبرو د ناقانونه لېږد او قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د مسوولینو په وینا، د دې پېښې په تړاو یو کس، چې غوښتل یې قیمتي ډبرې د یوه باروړونکي موټر په وسیله د ده‌بالا ولسوالۍ له لارې په ناقانونه توګه پاکستان ته ولېږدوي، نیول شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني سوداګري له جدي ننګونو سره مخ کړې ده. په همدې حال کې، د طالبانو اړوندې ادارې هم وخت ناوخت پاکستان ته د تلونکو لارو په اوږدو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو او معدني سرچینو د قاچاق د کشف او مخنیوي خبرونه ورکوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.