د اسټرالیا پخوانی پوځي حقوقپوه او افشاگر ډېویډ مکبراید، چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو اړوند محرم اسناد یې رسنیو ته سپارلي وو، له ۲۷ میاشتو بند تېرولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په مشروط ډول له زندانه خوشې شو.
مکبراید په ۲۰۲۴ کال کې د دفاع وزارت د محرمو اسنادو د غلا او خبریالانو ته د سپارلو په تړاو په پنځه کاله او اته میاشتو بند محکوم شوی و. نوموړي د خپلې سزا د نهمشروطې خوشې کېدو ۲۷ میاشتې موده بشپړه کړې او اوس به د خپلې سزا پاتې درې کاله د ټولنې په دننه کې، د ځانګړو شرایطو او څارنې لاندې تېروي.
د مکبراید افشا شویو اسنادو پر بنسټ د اسټرالیا د ABC شبکې «The Afghan Files» په نوم څېړنیز راپورونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د احتمالي ناقانونه وژنو او نورو سرغړونو ادعاوې یې را برسېره کړې.
مکبراید له خوشې کېدو وروسته اعلان وکړ چې د سږو په لومړني پړاو کې د درملنې وړ سرطان ورته تشخیص شوی او ټاکل شوې ده جراحي عملیات وکړي. هغه د خپلې کورنۍ او ملاتړو ترڅنګ د اسټرالیا د لویې څارنوالې میشل رولنډ څخه هم د مشروطې خوشې کېدو له امله مننه کړې ده.
د بشري حقونو، افشاګرۍ او روڼتیا یو شمېر فعالانو د هغه د خوشې کېدو هرکلی کړی او نوموړی یې د افغانستان د جګړې په اړه د مهمو معلوماتو په افشا کولو کې زړور افشاگر بللی دی.
لیکوال:سعید سمیر








