په پاکستان کې د خیبرپختونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې د یوې ځانمرګي حملې په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنه د دغه هېواد د پوځ سرتېري وژل شوي دي.
دغه پېښه د افغانستان په پوله نېږدې، په باجوړ سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، ځانمرګی بریدګر د پاکستان د پوځ د ځواکونو غونډه په نښه کړې ده.
ځایي سرچینو ویلي چې د چاودنې وروسته، امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د پلټنې او لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې په یوه اعلامیه کې د دې حملې مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
د باجور سیمه په تېرو کلونو کې څو ځل د وسله والو بریدونو او ورته چاودنو شاهدې شوې ده، او د پاکستان امنیتي ځواکونو په دغو سیمو کې د یاغیانو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








