TOOSnews
اعلان
دلاور: هبت اللّه د نجونو د زده كړو په اړه تر ټولو ښه پوهېږي.
افغانستانټوس نیوز

دلاور: هبت اللّه د نجونو د زده كړو په اړه تر ټولو ښه پوهېږي.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور وايي، د نجونو د زده‌کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده کړې او هېڅوک یې پر وړاندې د مخالفت کولو حق نه لري.

دلاور له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، نه غواړي د نجونو د زده‌کړو په اړه بحث وکړي، ځکه د ده په وینا دا موضوع «کلتوري او اسلامي» اړخ لري.

نوموړي ویلي: «موږ امیر لرو، هغه عالم دی او تر امر ثاني یې امر کړی؛ په مقابل کې یې نه زه، نه تاسو او نه ملت څه ویلی شي. هغه په دې ټولو تر هر چا ښه پوهېږي.»

د طالبانو دغه چارواکي ټینګار کړی چې د حکومت ټول واک له هبت‌الله اخوندزاده سره دی او دوی یې لارښوونې تعقیبوي. هغه د جمهوریت د وروستیو کلونو د سیمه‌ییزو واکمنانو مثال هم ورکړی او ویلي یې دي چې د مشر پر وړاندې مخالفت د ګډوډۍ لامل کېږي.

دلاور همداراز ویلي چې د نجونو د زده‌کړو په اړه «بشپړ بندیز» نه دی اعلان شوی، بلکې زده‌کړې تر «امر ثاني» ځنډول شوي دي. د هغه په وینا، هبت‌الله اخوندزاده د افغانستان شرایط، کلتور او د خلکو وضعیت ارزوي.

طالب چارواکي دا ادعا هم کړې چې امریکا او نور هېوادونه د نجونو د زده‌کړو موضوع د فشار لپاره کاروي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو منځنۍ زده‌کړې ودرولې او د همدې کال په ډسمبر کې یې ښځې او نجونې له پوهنتونونو هم منع کړې. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.