د نيويارک دوو ديپلوماټيکو سرچينو ويلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش پرېکړه کړې ده چې بنګلدېشۍ ديپلوماټه رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راتلونکې ځانګړې استازې په توګه وټاکي. د دغو سرچينو په وينا، که د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هېڅ غړی مخالفت ونه کړي، نو دغه ټاکنه به په رسمي ډول نهايي شي.
که دا پرېکړه وروستۍ شي، رباب فاطمه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) مشري د دې ادارې د فعاليت په يو له خورا حساسو پړاوونو کې پر غاړه واخلي. د امنيت شورا تازه د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره غځولی او ورسره يې د دې ماموريت د فعاليتونو او راتلونکو لومړيتوبونو د ستراتيژيکې بياکتنې غوښتنه هم کړې ده.
رباب فاطمه به د قرغزستان د پخوانۍ ولسمشرې او بهرنۍ چارو وزيرې روزا اوتونبايوا ځای ناستې شي. د اوتونبايوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د يوناما د مشرې ماموريت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته ورسېد، او له هغه وخته راهيسې جورجېټ ګانيون، چې د سياسي چارو لپاره د ځانګړي استازي مرستياله ده، د سرپرستې په توګه د دې ماموريت مشري کوي.
رباب فاطمه اوس مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله او د هغو هېوادونو لپاره د دې سازمان عالي استازې ده چې لږ پرمختللي دي، په وچه کې راګير پرمختيايي هېوادونه او کوچني ټاپويي پرمختيايي هېوادونه بلل کېږي. نوموړې په ملي او نړيوالو عامه خدمتونو کې له ۳۰ کلونو څخه زياته تجربه لري او د ديپلوماسۍ، پاليسي جوړونې، مدافعې او د نړيوالو پروګرامونو د مديريت په برخو کې يې کار کړی دی.
هغې تر اوسني مقام مخکې، له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګلدېش د دايمي استازې او سفيرې په توګه دنده ترسره کړې ده. په همدې موده کې يې په ۲۰۲۰ کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د اجرائيه پلاوي مشري او په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرائيه پلاوي رياست هم پر غاړه درلود.
رباب فاطمه په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام، د نفوس صندوق او د پروژو د خدمتونو دفتر د ګډ اجرائيه پلاوي مرستياله هم وه. نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د لومړۍ ښځې په توګه د ملګرو ملتونو د سولې د ټينګښت کمېسيون مشره وټاکل شوه او هم مهاله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اووه اويايمې دورې له مرستيالانو څخه هم وه.
د هغې احتمالي ټاکنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې يوناما د خپل ماموريت د ستراتيژيکې بياکتنې پړاو ته داخله شوې ده. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جون په ۱۵مه د يوه پرېکړهليک په تصويب سره د يوناما ماموريت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې وغځاوه او له سرمنشي يې وغوښتل چې د يوناما د فعاليتونو او لومړيتوبونو د بياکتنې راپور د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې وړاندې کړي.
د دې پرېکړې له مخې، د ستراتيژيکې بياکتنې موخه دا ده چې د افغانستان په اوسني وضعيت کې د يوناما رول، لومړيتوبونه او وړتيا وارزول شي، څو څرګنده شي چې د دې ادارې فعاليتونه تر کومه بريده د افغانستان له سياسي او امنيتي بدلونونو سره سمون لري.
د يوناما د ماموريت يوکلن تمديد وروسته له هغه وشو چې د امنيت شورا په مارچ مياشت کې د دې ادارې ماموريت يوازې د درېيو مياشتو لپاره غځولی و. د شورا د غړو د خبرو اترو پر مهال دا موضوع هم مطرح شوه چې ايا د يوناما اوسنی ماموريت لا هم په بشپړ ډول د عملي کېدو وړ دی، او که د موجوده شرايطو له مخې بايد د هغې لومړيتوبونه او دندې بيا وکتل شي او تعديل شي.
د يوناما په فعاليتونو کې سياسي تعامل، د بشري حقونو د وضعيت څارنه، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او دفاع، او د ملګرو ملتونو، نړيوالو بنسټونو او افغان لورو ترمنځ همغږي شامل دي. دغه ماموريت په وروستيو کلونو کې، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، له زياتو ننګونو سره مخ شوی دی.
پر ښځو او نجونو د محدوديتونو زياتوالی او د ملګرو ملتونو د افغان ښځينه کارکوونکو د فعاليتونو محدودېدل له هغو مهمو ننګونو څخه دي چې يوناما ورسره مخ ده. دغو مسئلو، د سياسي بدلونونو ترڅنګ، د دې ادارې د ماموريت پر عملي کېدو ژور اغېز کړی دی.
که د رباب فاطمې ټاکنه نهايي شي، نو هغه به د څو مياشتو لپاره د سرپرستۍ تر ادارې وروسته د يوناما دايمي مشري پر غاړه واخلي. نوموړې به خپل ماموريت په داسې وخت کې پيل کړي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان لپاره د يوناما د راتلونکي رول او د دې ادارې د فعاليت د بهير د راتلونکي په اړه ارزونه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








