د اتریش د اوبراسترایش ایالت د رانشوفن په سیمه کې د یوه ماشوم له خوا د هډوکي د یوې ټوټې موندل کېدو، د شپږو مرموزو ډلهییزو قبرونو د کشف لامل شو او په دې سیمه کې یې پراخې لرغونپېژندنې څېړنې پیل کړي دي.
د اتریشۍ «هویټه»خپرونې د راپور له مخې، لرغونپوهانو تر اوسه له دې ځایه د شاوخوا ۱۰۰ ځوانو نارینهوو پاتې شوني راایستلي دي. د دغو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ اټکل شوي دي. د ښخولو طریقه او د دوی د هویت یا د مړینې د لامل په اړه د روښانه نښو نشتوالی، دا کشف په وروستیو کلونو کې د لرغونپېژندنې له تر ټولو لویو معماوو څخه ګرځولی دی.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې پر هډوکو د ټپونو، وسلو، جامو یا شخصي توکو هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د متخصصینو په وینا، همدا موضوع د دغو کسانو پېژندنه او د دوی د ښخولو د علت معلومول ډېر ستونزمن کړي دي.
دا کشف د روان کال په مارچ میاشت کې هغه مهال پیل شو چې یوه ماشوم د ودانیزې پروژې په ساحه کې د لوبو پر مهال د انسان د هډوکو یوه ټوټه وموندله. وروسته د ماشوم مور پولیسو ته خبر ورکړ او په سیمه کې د لرغونپېژندنې عملیات پیل شول. د وین مېشتې «نووتوس» شرکت ودانیز کارونه هم ودرول شول. د شرکت مسؤلینو ویلي چې کارکوونکي له نږدې څلورو میاشتو وروسته، له یوې اوونۍ راهیسې بېرته د کار ځای ته ستانه شوي دي.
په تېرو څلورو میاشتو کې لرغونپوهانو په دې سیمه کې شپږ ډلهییز قبرونه او څو انفرادي قبرونه موندلي دي. هر ډلهییز قبر د ۲۰ تر ۲۵ کسانو پورې پاتې شوني لري او تر اوسه د موندل شویو پاتې شونو شمېر شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته رسېږي.
هاینز ګروبر، چې د اتریش د تاریخي ودانیو د فدرالي ادارې غړی دی، ویلي چې د خپل ۲۰ کلن مسلکي کار په موده کې یې هېڅکله د داسې کشف له صحنې سره نه دی مخامخ شوی.
شریدان استرنګ، د دې پروژې لرغونپوه، ویلي چې تر اوسه په دې سیمه کې د ښځو هېڅ پاتې شوني نه دي موندل شوي او ټول ښخ شوي کسان ځوان نارینه دي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي؛ دا موضوع د دې معما پېچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.
د رادیوکربن ازموینو ښودلې چې د دغو کسانو د ښخېدو وخت د ۱۷۲۳ او ۱۸۱۳ میلادي کلونو ترمنځ دی، خو متخصصین ټینګار کوي چې د لا دقیقې نېټې معلومولو لپاره نورو ازموینو ته اړتیا ده.
د لومړنۍ فرضیې له مخې، امکان لري چې ښخ شوي کسان هغه سرتېري یا ملکي وګړي وي چې په ۱۸۰۵ میلادي کال کې له فرانسوي ځواکونو سره د جګړو وروسته وژل شوي او په دې ځای کې خاورو ته سپارل شوي دي. خو تر اوسه د دې فرضیې د تایید لپاره کوم کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.
د لرغونپوهانو په وینا، ځینې هډوکي داسې ښخ شوي چې مخونه یې ځمکې ته دي؛ دا یوه غیرمعمولي بڼه ده چې ښايي د بیړني یا په چټکۍ سره د ښخولو نښه وي. همدارنګه د مړو ترڅنګ هېڅ شخصي توکي نه دي موندل شوي او لا هم معلومه نه ده چې دغو کسانو د ښخېدو پر مهال جامې اغوستې وې که نه. څېړنو یوازې د ځینو هډوکو د پښو د بند (مړوند) ماتېدنه ښودلې او د تاوتریخوالي نورې نښې نه دي موندل شوي.
د ډلهییزو قبرونو ترمنځ د څو انفرادي قبرونو شتون هم نوې پوښتنې راپورته کړي دي. څېړونکي لا نه پوهېږي چې ولې ځینې کسان جلا جلا ښخ شوي دي، او د دغو ځوانو نارینهوو هویت او د دې ځای د ټاکلو لامل لا هم د یوه راز پاتې دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








