TOOSnews
اعلان
د پاكستان په بلوجستان ايالت كې ډاكټرانو كار بنديز اعلان كړ.
نړۍټوس نیوز

د پاكستان په بلوجستان ايالت كې ډاكټرانو كار بنديز اعلان كړ.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کویټه کې د یوې ښځینه ډاکټرې، ماه نور ناصر، پر مخ د تېزابو د پاشل کېدو له پېښې وروسته ډاکټرانو په ټول ایالت کې اعتراضي کاربندیز اعلان کړی او روغتیایي خدمات یې درولي دي.

ډاکټران وايي، تر هغې به خپل اعتراضي کاربندیز ته دوام ورکړي، څو په روغتونونو کې د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ شوی نه وي او عملي اقدامات ترسره نه شي.

د شنبې په ورځ د کویټې په دولتي سېول روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یو کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او برید کوونکی وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یوه مشر، ډاکټر حفیظ الله مندوخېل، وویل چې دوی په ټول ایالت کې په روغتونونو کې اعتراضي کاربندیز پیل کړی او د ډاکټرانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.