د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت پرېکړه کړې، ډېری هغه کسان چې موقتي ویزې لري او یا هم د بشري اجازې له مخې په امریکا کې ژوند کوي، باید د ګرین کارت د غوښتنې لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي. خو د افغان ایواک مشر وايي، په افغانستان کې د امریکايي کونسلي خدماتو نشتوالی دا بهیر د افغانانو لپاره له جدي ستونزو سره مخ کوي.
د اېبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د جمعې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نېټه یو نوی لارښود خپور کړی دی. د دغه لارښود له مخې، له دې وروسته به د امریکا دننه د ګرین کارت غوښتنلیکونه یوازې په استثنايي حالاتو کې منل کېږي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویاند زک کاهلر ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې بهرني وګړي د امریکا د کډوالۍ قانوني بهیر په سمه توګه تعقیب کړي. د هغه په وینا، هر هغه کس چې په موقتي ډول په امریکا کې اوسېږي او غواړي دایمي استوګنه ترلاسه کړي، باید د غوښتنې لپاره خپل هېواد ته ستون شي، مګر دا چې ځانګړي شرایط ولري.
بلخوا، د افغان ایواک مشر د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې هېڅ ډول امریکايي کونسلي خدمات نشته او افغانان نه شي کولای له افغانستانه د ګرین کارت غوښتنلیکونه وسپاري.
د کډوالۍ وکیلانو هم اېبيسي نیوز ته ویلي، چې دا پرېکړه ښايي په سلګونو زره کسان اغېزمن کړي. د دوی په وینا، ډېری هغه کسان چې د کار موقتي ویزې لري او د امریکا دننه یې د دایمي استوګنې غوښتنه کړې، له ګڼو قانوني او اداري ستونزو سره مخ کېدای شي.
ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې رسمي جواز بلل کېږي، چې له مخې یې یو کس کولای شي په امریکا کې ژوند او کار وکړي، خو دا د امریکا بشپړ تابعیت نه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








