TOOSnews
اعلان
ډونالډ ټرامپ؛ له ایران سره د سولې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
نړۍټوس نیوز

ډونالډ ټرامپ؛ له ایران سره د سولې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډونالډ ټرامپ د امریکا ولسمشر، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ده د ایران اسلامي جمهوریت او د سولې د یوې موافقې اړوندو موضوعاتو په اړه د سیمې له یو شمېر مشرانو سره «ډېرې ښې» خبرې کړې دي. هغه وویل چې د دې موافقې ډېره برخه نهايي شوې او یوازې د متن وروستۍ تخنیکي چارې پاتې دي.

ترامپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشیل» کې ولیکل چې ده له محمد بن سلمان، د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن زیدال نهیان، د متحده عربي اماراتو ولسمشر،تمیم بن حمد ال ثاني، د قطر امیر،محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د قطر لومړي وزیر،رجب طېب اردوغان، د ترکیې ولسمشر،عبدالفتاح السیسي، د مصر ولسمشر،دویم ملک عبدالله، د اردن پاچا،حمد بن عیسی آل خلیفه، د بحرین پاچا او د سیمې له یو شمېر نورو مشرانو سره د ایران او سولې اړوند موافقې په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا تفاهم‌لیک تر ډېره د امریکا متحدو ایالتونو، د ایران اسلامي جمهوریت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ تر بحث لاندې راغلی او اوس یوازې د جزئیاتو ارزونه او وروستۍ کول پاتې دي.

ټرامپ همداراز وویل چې ده له بنیامین نتنیاهو، د اسراییل لومړي وزیر، سره جلا ټیلیفوني خبرې هم کړې دي او دا خبرې یې «ډېرې ښې» بللې دي.

هغه زیاته کړه چې د موافقې وروستي جزئیات تر ارزونې لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي. ترامپ دا هم ټینګار وکړ چې د دې موافقې له مخې به د هرمز نتګی هم بېرته پرانیستل شي.

ترامپ څو ځله ویلي چې یوازې هغه موافقه به ومني چې پکې د یورانیمو د بډايه کولو موضوع او د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک هم شامل وي.

تر دې مخکې،اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، هم ویلي وو چې تهران او واشنګټن د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د یوه هوکړه لیک د خبرو اترو وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د بقایي په وینا، په دې تفاهم‌لیک کې د هرمز نتګي تدریجي پرانیستل، د امریکا د محدودیتونو کمول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول شامل دي.

هغه همداراز ویلي چې که دا هوکړه ‌لیک لاسلیک شي، نو د دواړو خواوو ترمنځ به د یوې پراخې موافقې لپاره له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې نورې خبرې اترې پیل شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.